ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښرنې ښار ته دولتي برېښنا ورکول کېږي

د ښرنې ښار ته دولتي برېښنا ورکول کېږي

author avatar
27 Dec 2015 - 11:12
د ښرنې ښار ته دولتي برېښنا ورکول کېږي
author avatar
27 Dec 2015 - 11:12

ښرنه (پژواک، ٦ مرغومى ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولايت د مرکز ښرنې ښار مارکېټونه، هټۍ او دفترونه له دولتي ډېزلي برېښنا برخمن شي.

د دغه ولايت د والي مرستيال عطاءالله فضلي د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې مخکې د ځينو ستونزو له امله د ښرنې لپاره د برېښنا په برابرولو کې پاتې راغلي وو، خو اوس دغه ستونزې هوارې شوې دي.

نوموړي وويل چې د برېښنا د امريت لپاره يې يو مسلکي انجنير د امر په توګه ټاکلی چې د يوه منظم پلان په چوکاټ کې به ډېر ژر د ولايت د مرکز لپاره کافي ډېزلي برېښنا برابره کړي.

هغه وويل: ((حکومتي چارواکو هم له موږ سره د جنراتورونو د فعالولو ژمنه کړې ده. په نږدې وخت  کې جنراتورونه را انتقالوو او بيا د يوې شبکې تر تنظيم وروسته برېښنا پر ښاريانو وېشو.))

فضلي همدارنګه وويل چې له کابل څخه غزني ولايت ته د وارداتي برېښنا تر لېږد وروسته به له غزني څخه پکتيکا ته هم د دې برېښنا جريان وغځول شي.

په همدې حال کې د ښرنې ښاريان وايي چې د دولتي برېښنا د نشتوالي له امله خپلې ورځنۍ اړتياوې د شخصي جنراتورونو له برېښنا پوره کوي، خو بسنه نه کوي؛ ځکه د کاروبار وده او پرمختګ کافي برېښنا ته اړتيا لري.

د پکتيکا مدني فعال محمدالله همت يار وايي چې د ښرنې په ښار کې د برېښنا نه شتون ستره ستونزه ده، ځکه د شخصي جنراتورونو لګښت ډېر او ګټه يې کمه ده.

هغه وايي: ((موږ د برېښنا لپاره زيات ضرورت لرو. دلته دولتي ادارې او نور خلک هېڅ برېښنا ته لاسرسی نه لري. له دولت څخه جدي غواړو چې د پکتيکا لپاره د دوامدارې برېښنا غم وخوري.))

د ښرنې اوسېدونکی حاجي نيازمير پژواک ته وويل چې که د برېښنا ستونزه يې څه ناڅه هواره شي، له يوې خوا به سوداګريز کاروبار يې پراختيا ومومي او بل پلوه به د دولت د عوايدو په ډېرېدو کې مهم رول ولري.

نوموړي د ښرنې لپاره د دولتي برېښنا پر برابرولو خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه چې په دې برخه کې خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.

هغه زياته کړ: ((که د برېښنا له اسانتياوو برخمن شو، ممکن ځيني کسان وړې فابريکې او کارخانې هم جوړې کړي او که وارداتي برېښنا هم راشي، بيا خو د صنعتي پارک په جوړولو کې هم مرسته کوي.))

پکتيکا د افغانستان يواځينی ولايت دی چې مرکزي ښار يې هېڅ دولتي برېښنا نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.