ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وروستيو ناخوالو د شوروي د يرغل په نسبت حساسيتونه کم کړي”

“وروستيو ناخوالو د شوروي د يرغل په نسبت حساسيتونه کم کړي”

author avatar
27 Dec 2015 - 09:31
“وروستيو ناخوالو د شوروي د يرغل په نسبت حساسيتونه کم کړي”
author avatar
27 Dec 2015 - 09:31

کابل (پژواک، ٦ مرغومی ٩٤): د چارو يو شمېر کارپوهان وايي چې د پخواني شوروي اتحاد يرغل په افغانستان کې د ټولو خونړيو جګړو پيل و؛ خو په افغانستان کې د مجاهدينو ، طالبانو او ناټو ځواکونو تېروتنې د دې لامل شوې څو د ياد يرغل پر وړاندې حساسيتونه را کم شي.

د وخت شوروي ځواکونه پر ټانکونو، الوتکو او پرمختللو جنګي تجهيزاتو سمبال د ١٣٥٨ کال د مرغومي په ٦مه پر افغانستان يرغل وکړ او ببرک کارمل يې د واک پر ګدۍ کېناوو.

دغه ښکاره يرغل چې د هېواد هر ګوټ کې يې وسله وال پاڅونونه له ځان سره درلودل، تر لسو کلونو دوام وکړ او تر کلکې ماتې وروسته سرې لښکرې د ١٣٦٧ کال د سلواغې په ٢٧ مه له افغانستان ووتلې.

د لس کلن يرغل پر مهال افغانستان پر کنډواله بدل شو، څه باندې دوه ميليونه افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته او ميليونونه کسان ګانډيو او نورو هېوادونو ته پر کډه کولو اړه شول.

د افغان ولسونو مقاومت، يرغلګرو ته سخت درانه ځاني او مالي زيانونه واړول، په هغې دوره کې د خپرو شوو شمېرو له مخې څه باندې ١٤٤٥٠ شوروي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ، ٤٩٩٨٠ ټپيان شول او ٣٣٠ نور يې لادرکه شوي دي.

سبا (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي يرغل ٣٦ مه کليزه ده، خو د دې ورځې غندل د وخت په تېرېدو سره پيکه شوي دي.

دغه يرغل، زيات حساسيتونه راوپارول، د ډېرو افغانانو په ګومان د مرغومي ٦مه په افغانستان کې د ټولو بدمرغيو او خونړيو جګړو پيل و چې افغانستان پر کنډواله بدل شو.

سره له دې چې خلکو د پخواني شوروي يرغل تر اوسه هېر کړى نه دى؛ خو په وروستيو کلونو کې ليدل کېږي چې د پخواني شوروي او اوسنۍ روسيه چې ميراث خوره يې ده پر وړاندې يې د خلکو حساسيتونه کم شوي او ان حکومت او خلک له افغانستان سره د روسيې پوځي همکاريو ته لېوالتيا ښودلې ده.

د سياسي چارو شنونکى وحيد مژده وايي چې د پخواني شوروي د يرغل له پاى ته رسېدو وروسته خلک په تمه وو چې افغانستان به د سولې او پرمختګ په لور ګام واخلي؛ خو کومې تېروتنې چې وروسته له هغې مودې ترسره شوې خلک يې ناهيلي کړل او دا لامل شو چې د شوروي پر ضد د حساسيتونو کچه راټيټه شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "امريکا، افغانستان ته له راتګ سره ډېرې هيلې راوټوکولې او خلکو فکر کاوه چې افغانستان به له پخوا څخه توپير وکړي چې دا کار ونه شو او ډېر خلک دې پايلې ته ورسېدل چې د امريکا په پرتله هماغه د وخت شوروي ښه و، ځکه روسانو پټ سياست نه کاوو او د لوېديځ او امريکا په وړاندې يې څرګند سياست درلود."

مژده زياته کړه چې له امريکا او لوېديځ څخه ناهيلي د دې لامل شوې، څو خلک په دې فکر شي چې روسيه افغانستان ته راشي او يا پوځي همکاري وکړي چې ښايي د امنيت او ثبات په ټينګښت کې به ګټور تمامه شي.

د چارو ياد کارپوه وايي چې امريکا په نورو هېوادونو کې له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او افغانستان يې له لومړيتوبونو څخه د وتلو په حال کې دی، نو ځکه په سيمه کې بل دوست ته اړتيا شته څو له افغانستان سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.