جلال اباد (پژواک، ٦ مرغومی ۹۴): په ننګرهار ولايت کې د وړمې شپې زلزلې له امله ١٣ کسان ټپيان شوي، څه د پاسه سل کورونه ويجاړ شوي او ٦٠ څاروي هم مړه شوي دي.
وړمه شپه د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون په شمال ختيځ، ختيځو، مرکزي او سوېل ختيځو ولايتونو کې سخته زلزله وشوه.
دا زلزله د شپې شاوخوا ۱۱ بجې او ۴۸ دقيقې وشوه، مرکز يې د بدخشان ولايت د زيباک ولسوالۍ ښودل شوى و.
د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې ويلي، ياده زلزله د ريښتر په کچه ٦،٣ وه چې د افغانستان تر څنګ په پاکستان او هند کې هم محسوسه شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار، اچین، روداتو، نازیانو او لعلپورې ولسوالیو کې د وړمې شپې زلزلې له امله ۱۳ تنه ټپيان شوي، ١٠٤ کورونه ويجاړ او ٦٠ څاروي هم مړه شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د يادې زلزلې له امله يواځې په اچين ولسوالۍ کې ۶۷ کورونه ويجاړ شوي او ۶۰ بېلابېل ډوله څاروي هم مړه شوي دي.
خوږياڼی وايي چې د یادې زلزلې له امله د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې ١٣تنه ټپیان شوي چې له درملنې وروسته ټول ټپیان کورونو ته لېږدول شوي دي.
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د مزینې اوسېدونکي امان الله پژواک ته وويل: ((په زلزله کې زما د کور درې کوټې ورانې شوې دي خو د الله ج په فضل سره چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.))
دغه راز د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او نورو ادارو ته لارښوونه کړې تر څو د زلزلې له امله له زیانمنو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د يادونې ده، څه موده مخکې هم د یوې زورورې زلزلې له امله ۱۱۵ هېوادوال مړه او تر ۵۰۰ زيات ټپيان شول، تر یادې زلزلې وروسته تر ۳۰ زياتې نورې زلزلې هم شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن