ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حبیبي : قضایه قوه به د قوانینو په تطبیق سره ټولنيز عدالت را منځته کړي

حبیبي : قضایه قوه به د قوانینو په تطبیق سره ټولنيز عدالت را منځته کړي

author avatar
28 Dec 2015 - 17:18
حبیبي : قضایه قوه به د قوانینو په تطبیق سره ټولنيز عدالت را منځته کړي
author avatar
28 Dec 2015 - 17:18

خوست(پژواک،٧مرغومى٩٤): د خوست والي وايي، قضايه قوه کولاى شي چې د قوانينو په رڼا کې د خپلواکو پرېکړو پر بنسټ ټولنې ته نيکمرغي راوړي.

دغه څرګندونې د خوست والي حکم خان حبيبي د مرغومي په٧مه د دې ولايت د استناف د نوي رييس محمد افضل ملاخېل د پېژندلو په غونډه کې وکړې.

حبیبي وویل قضایه قوه د نافذه قوانینو په تطبیق سره کولاى شي ټولنه اصلاح او ټولنيز عدالت را منځته کړي.

هغه وايي چې قضايه قوه د قوانینو په رڼا کې د خپلو ازادو پرېکړو پر بنسټ ټولنې ته نېکمرغي هم راوړلاى شي.

ده هیله وښوده چې د خوست ولایت د استناف محکمې لپاره نوی ټاکل شوی ریيس به ورسپارل شوې مقدسه دنده په پوره رښتینوالۍ، ایماندارۍ او زړورتوب سره پرمخ یوسي او ټولو دوسیو ته به دقوانینو په رڼا کې له اړونده ادارو سره د ښې همغږۍ په فضا کې په خپل وخت رسېدنه وکړي .   

حبیبي زیاته کړه چې د استناف محکمې نوى رييس مسلکي،تجربه کاره او صادق شخص دى.

دغه راز د خوست د استناف محکمې نوي رييس محمدافضل ملاخېل وويل چې ورسپارل شوې دنده به ټولو قوانینو او مقرراتو ته په پام سره د اسلامي او ملي مسوولیت پربنسټ سرته رسوي.

هغه وويل چې په دې لاره کې به له هرنوع توپيري چلند پرته د قانون تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وکړي .

ملاخېل تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د قضايه قوې برخه کې دندې ترسره کړې دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.