تالقان (پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): د تخار د کرنې او مالدارۍ رييس وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د کرنې تر څنګ د مالدارۍ برخې هم د پام وړ وده کړې ده.
د تخار ولايت کرنې او مالدارۍ رييس محمد سالم ساعي د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د کرنې تر څنګ د څارويو سمه پالنه شوې او ښه وده يې هم کړې ده.
ساعي وايي: ((د نورو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې مالدارۍ وده کړې، د مالونو شمېر ډېر شوى، لامل یې دا دی چې د مالونو نسل اصلاح شوى، نوی نسل د ناروغیو پر وړاندې مقاومت لري او د اقتصادي له پلوه یې ګټه هم تر پخوانيو مالونو لوړه ده.))
ده په اړونده برخه کې د مرستندويه بنسټونو غوښتنه وکړه چې د تخار ولايت له مالدارانو سره اړينې مرستې وکړي تر څو دغه برخه نوره هم وده وکړي.
ده پر مالدارانو غږ وکړ چې د ژمي په موسم کې خپل مالونه واکسين کړي او سمه پالنه يې وکړي تر څو په راتلونکي کې نوره هم وده وکړي.
دى وايي چې هر کال د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري تخار ولايت ته ١٣٠زره دوزه د څارويو واکسين ورکول کېږي.
ساعي وايي چې دغه واکسين څاروي له مرګ څخه ژغوري او د ناروغيو پر وړاندې يې بدن غښتلى کوي.
د تخار د مرکز اوسېدونکي علم الدين پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله يې سږ کال د مالونو شمېر ډېر شوى دى.
ده وويل: ((پخوا به زموږ مالونه ډېر مړه کېدل خو اوس دلته موږ ته ډېر ښه واکسين را کول کېږي مالونه مو نه مړه کېږي او کال په کال يې شمېر هم په ډېرېدو دى.))
د هغه په وينا، پخوا په دغه ولايت کې مالداران له ډاکټرانو او درملو سره بلدتيا نه درلوده نو ځکه يې ډېرى وخت څارويو تلفات درلودل.
ده وويل چې مالداري ښه ګټه لري او د مالدارانو اقتصادي حالت هم د پخوا په پرتله ښه شوى دى.
د تخار ولايت تر څنګ د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې هواروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن