ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي دفاع وزارت نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د ملي دفاع وزارت نوې ودانۍ پرانيستل شوه

author avatar
28 Dec 2015 - 19:38
د ملي دفاع وزارت نوې ودانۍ پرانيستل شوه
author avatar
28 Dec 2015 - 19:38

کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٤): د افغانستان د ملي دفاع وزارت نوې ودانۍ (کوچنى پنټاګون)، چې په ډېرو عصري وسايلو او کمرو سنباله ده، نن د ولسمشر او اجرايي مشر له لوري پرانيستل شوه.

دغه پنځه پوړيزه ودانۍ چې چارې يې په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې پيل شوې وې، د امريکا دفاع وزارت د ودانۍ په څېر جوړه شوې، چې ٢٠٠ ميليون امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى دى.

په دغه عصري ودانۍ باندې د امريکا له لوري ١٥٢ ميليون ډالر لګول شوي او د وسايلو د سنبالښت په برخه کې يې بيا جرمني هېواد ٤٨ ميليون ډالره مرسته کړې ده.

د دغې ودانۍ ګونبزه ٣٤ متره لوړوالى لري، پر دې سربېره ٧٥٠ خونې، ٣٤٠ کاري دفترونه، د هرکلي درې سالونونه او د غونډو لپاره يو لوى سالون، د ورزش ځاى، کلينيکونه، پوځي محکمې او د اطفايې ځواک لري او شاوخوا ٣٠٠٠ کارکوونکي به په کې دنده تر سره کړي.

ولسمشر اشرف غني وويل، د دغه وزارت د نوې ودانۍ کار په بشپړېدو سره د هېواد ملي اردو د پياوړتيا او بنسټيز کېدو په برخه کې لوى ګام پورته کوي او هغه امکانات چې په دغې ودانۍ کې ترې ګټه پورته شوې، د سيمې په کچه بې ساري دي.

هغه زياته کړه، افغانستان له نړيوالې ټولنې سره کلک يووالى او همکاري لري، چې د ګډو ګټو او موخو لپاره رامنځته شوې او په راتلونکو کلونو کې دوامداره همکارۍ به د افغانستان او سيمې د ثبات او امنيت لامل شي.

ولسمشر غني د امنيتي ځواکونو له قربانيو ستاينه وکړه او ويې ويل: "موږ په دې تالار کې يو، د دې لپاره نه ده چې موږ ته ډالۍ راکړل شوې، موږ په دې ودانۍ کې د دې لپاره حضور لرو چې زموږ بچيانو د جګړې ډګر او د افغانستان خپلواکي ساتلې ده."

نوموړي، ملي ځواکونه د ملي يووالي سمبول وبلل او زياته يې کړه، امنيتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې له لوړې روحيې برخمن دي، خو يو لړ ستونزې شته او بايد د ورورګلوۍ نيوکې وشي او ټول د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودريږي.

نوموړي زياته کړه، د امنيتي ځواکونو له برکته هغه ټولې هڅې چې افغانستان پر دوو جغرافيو بدل کړي، ناکامې شوې، خو ځينې وختونه د امنيتي ځواکونو د روحيې په اړه زيانمنې او ناسمې څرګندونې کېږي او د دوى له قربانيو بايد ستاينه وشي.

ولسمشر غني وويل، داسې اوازې دي چې امنيتي ځواکونو ته د عملياتو اجازه نه ورکول کېږي، چې دا په بشپړه توګه ناسمې دي او حکومت هڅه کړې، چې بنسټونه د خلکو ځاى ونيسي او د عملياتو په برخه کې پرېکړه د کوم چا کار نه، بلکې د بنسټونو کار دى.

نوموړي د هوايي ځواکونو پر پياوړتيا هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه، هندوستان له افغانستان سره د څلورو هليکوپټرونو مرسته کړې او په راتلونکو درېيو اونيو کې به د امريکا له لوري ژمنې شوې جګړه ييزې الوتکې هم افغان امنيتي ځواکونو ورکړل شي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي هم په دغو مراسمو کې وويل، چې ملي ځواکونه د هغو لوړو او ژورو له مخې چې ليدلې يې دي، د پوهې، هنر او تکتيکونو لويه خزانه ده، چې د کلونو په ترڅ کې يې ترلاسه کړې او په پايله کې په هغه ځواک بدل شوي، چې په خپلواک ډول له ځمکنۍ بشپړتيا، پولو او اساسي قانون ساتنه وکړي او دغه خپل مکلفيت بولي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.