جلال اباد- محمودراقي (پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): په ننګرهار کې د داعش ١٠ وسله وال وژل شوي او د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې يو بوشکه يي ماين چې د داعش بيرغ پرې درول شوی و، کشف شوى.
د ننګرهار د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو د ولسوالۍ په پېښې، باندر، عبدالخېلو او شډل سيمو کې د داعش پر مورچو بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې د داعش اته وسله وال وژل شوي، ځينې مورچې او يو ميل دهشکه يې له منځه وړل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي د هوايي بريدونو پخلى کوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري ښيي.
بلخوا ددې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته کې د داعش دوه وسله وال وژل شوي دي.
بلخوا د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د داعش فعاليت ليدل شوى دى.
په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان اسداغا ساپي پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار وخته د ولسوالۍ د بازار په شمالي څنډه کې يو بوشکه يي ماين چې د پاسه پرې د داعش بيرغ درول شوی و، وموندل شو.
هغه زياته کړه چې دغه ماين د ملي اردو ځوکونو له خوا شنډ شو، خو دا لومړى ځل دى چې په دغه ولايت کې د داعش څرک ليدل کېږي.
دغه راز د نوموړي په وينا چې د تګاب ولسوالۍ د بازار اړوند ساحو کې داعش شپې پاڼې هم خپرې کړې چې دوى يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
د هغه په خبره چې مخکې له دې د لغمان له غرنيزو سيمو تګاب ته د داعش وسله والو د را اوښتو اوازې وې خو کره ثبوت يې نه و.
خو د لغمان د وا لي وياند سرحدي ځواک په دغه ولايت کې د داعش شتون رد کړى و.
د تګاب ولسوالۍ بازار يو دوکاندار جاوېد احمد هم د ياد ماين خبر تاييدوي او وايي چې نن سهار سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده وه او د ماين پر شنډولو بوخت وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن