هرات ښار(پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې يو ايرانى وګړى يې له ٤٠ ورځو وروسته د تښتوونکو له منګولو را خوشې کړ .
د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې ناپېژندانده وسله والو اکبر بکلري د موټر چلوونې پرمهال د هرات په کهسان ولسوالۍ کې تښتولى و.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات وويل چې دا ايرانى وګړى د ملي امنيت د منسوبينو د هڅو په پايله کې نن دې کهسان ولسوالۍ له مربوطاتو ازاد شو.
د هرات والي په خبره، ددې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو ددې پېښې د عاملانو د نيولو لپاره د امنيتي ځواکونو هڅې روانې دي.
هغه زياته کړه:((ازاد شوى کس نن په هرات کې د ايران سياسي څانګې ته وسپارل شو، څو خپلې کورنۍ ته ستون شي.))
په ورته وخت کې اکبر بکلري وويل، ٤٠ ورځې وړاندې کله چې له ايران نه په بار وړونکي موټر کې د هرات خواته روان و، د لارې په اوږدو کې د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وتښتول شو.
هغه زياته کړه ، سړي تښتوونکو يوه ناڅرګند ځاى ته يووړ چې بالاخره د امنيتي ځواکونو په هڅو سره نن وژغورل شو.
دې ايراني وګړي، ددې په اړه چې سړي تښتوونکو دده له کورنۍ پيسې غوښتې، څه ونه ويل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن