اسعد اباد(پژواک،٨مرغومى٩٤): دکونړ ولایت دشیګل ولسوالۍ دپوهنې په مدیریت کې چاودنه شوې چې له امله يې د دې مديريت درې خونې ويجاړې شوې دي.
د شیګل ولسوالۍ دپوهنې مدیریت د دې ولسوالۍ د مرکزي لېسې باب الجهاد په انګړ کې موقعیت لري.
د کونړ ولایت د پوهنې رياست تدريسي مرستیال عبد القهار اخنذاده د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دشیګل ولسوالۍ دپوهنې مدیریت په ودانۍ د ماين چاودنه کې د درېيو خونو د ړنګېدو ترڅنګ یو شمېر درسي، دیني کتابونه او دوه جلده قران کریم هم له منځه تللي دي.
نوموړی زیاتوي: ((موږ دشیګل ولسوالۍ له قومونو غواړو چې د معارف په ساتنه کې مرسته وکړي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په کونړ کې دا لومړنۍ پېښه ده چې د پوهنې پر وړاندې تر سره کیږي.
د شیګل ولسوال عبدالظاهر ساپي هم پژواک ته وويل چې ددې ولسوالۍ د پوهنې په مديريت کې د ماين چاودنه شوې ده.
خو هغه وويل چې د دې ولسوالۍ قومي مشران يې را غوښتې ترڅو په دې اړه ګډه پلټنه وکړي.
د کونړ د ولایتي شورا ریيس جمالدین سیار پژواک ته وويل چې دغه ډول کړنۍ د افغانانو او د پوهنې دښمنان ترسره کوي.
هغه وويل: (( موږ د شیګل ولسوالۍ چې پنځه لوی قومونه په کې استوګن دي یو کمېسون جوړو چې په شیګل ولسوالۍ کې طالبان او حزب اسلامي ډلو سره خبرې وکړي چې د پېښې عاملين په ګوته کړي.))
د یادونې ده چې په کونړ ولایت کې ۵۱۲ ښونځي شتون لري چې د ټولو دروازې د زده کونکو پرمخ خلاصې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن