ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په سنګین کې تازه دمو ځواکونو عملیات پیل کړي

د هلمند په سنګین کې تازه دمو ځواکونو عملیات پیل کړي

author avatar
29 Dec 2015 - 15:26
د هلمند په سنګین کې تازه دمو ځواکونو عملیات پیل کړي
author avatar
29 Dec 2015 - 15:26

لښکرګاه (پژواک، ۸ مرغومی ۹۴): د هلمند چارواکي وايي چې د سنګین ولسوالۍ د امنیت د ټینګښت په موخه تازه دمي سرتېري سیمې ته رسېدلي او عملیات يې پیل کړي دي.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د مرغومي په ٨مه خبریالانو ته وویل چې په سنګین کې يې وسله وال طالبان پر شا کړي او طالبانو اوسمهال يواځې دفاعي جګړه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې تېره ورځ تازه دمي سرتېري د سنګین ولسوالۍ د مرکز نږدې سیمه ته رسېدلي او په ځینو سیمو کې يې عملیات پیل کړي دي.

سرجنګ د دغو سرتېرو شمېر ونه ښود، خو ويې ویل چې د دغو سرتېرو په مټ به ډېر ژر په سیمه کې مثبت بدلون راشي.

امنیه قوماندان وویل چې په سنګین کې تېره شپه هم د جګړي پر مهال شلو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: ((ډېرى طالبان اوس د خلکو په کورونو کې پټ شوي او له خلکو يې ځانونو ته سپر جوړ کړي خو موږ پرېکړه کړې په هغو سيمو کې چې عام خلک وي، هلته عمليات نه کوو.))

د سرجنګ په خبره چې بهرنیو ځواکونو تر اوسه په ځمکني عملیاتو کې برخه نه ده اخیستې خو يو ځل يې په سنګين ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان کومانډو ځواکونو تر اوسه په سنګین کې د الوتکو په وسیله شپږ ځله چاپې وهلي او سرتېري يې د طالبانو د ځپلو په موخه ښکته کړي دي.

بلخوا امنيه قوماندان وویل، طالبانو په سیمه کې ګڼ ماینونه ځای پر ځای کړي دي، بازار هم د طالبان د ګواښونو له امله بند دی چې دوی هڅه کوي تر څو ډېر ژر یادې سیمې له ماینونو پاکې او بازار د خلکو پرمخ خلاص کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.