جلال اباد (پژواک، ٨ مرغومی ۹۴): چارواکي وايي، د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې يې د طالبانو هغه نهه کسيزه وسله واله ډله نيولې چې د صفري نقطو پر امنيتي پوستو يې بريدونه کول.
په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل د مرغومي په ٨مه د خبري کنفرانس پر مهال وويل چې دا نهه کسيزه وسله واله ډله يې تېره شپه د نازيانو د ماروو په سيمه کې په مخامخ نښته کې نيولې ده.
حسين خېل زياته کړه: ((دې وسله واله ډلې هوډ درلود چې د نازيانو په ګلدرې او شاکوټ کې د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه وکړي، زموږ سرتېري ورته په کمين کې ناست وو چې د جګړې په ترڅ کې يې ونيوله.))
د سرحدي پوليسو دغه چارواکی وايي چې دې وسله والې ډلې په ورته نورو پېښو کې لاس درلود او په سيمه کې يې ترويستي فعاليتونه ترسره کول.
د نوموړي په خبره، له دغو کسانو سره وسلې او چاودېدونکي توکي هم نيول شوي چې د ده به خبره د ترهګريزو بريدونو پر مهال يې ترې ګټه اخيسته.
حسين خېل د نيول شوو کسانو هويت په ډاګه نه کړ، خو يادونه يې وکړه: "تر څېړونو وروسته به معلومه شي چې دا کسان د کومې سيمې اوسېدونکي دي، خو دا معلومات دقيق دي چې دوی وسله وال طالبان دي."
هغه د اچين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د افغان هوايي ځواک وروستي هوايي بريدونه بريالي وبلل او يادونه يې وکړه چې د داعش د يو مهم قوماندان ملا نعيم په ګډون په کې تر ۵۰ زيات داعشيان وژل شوي دي.
وړمه شپه او تېره ورځ د اچين په عبدالخېلو، شډلې او پېخې سيمو کې هوايي بريدونه شوي چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د وياند په وينا تر ۶۰ ډېر داعشيان په کې وژل شوي دي.
د سرحدي لوا درستيزوال دا هم وويل چې د ننګرهار په ګډون په کونړ او نورستان ولايت کې يې سرتېري په سيمه کې د وسله والو د تحرکاتو د مخنيوي توان لري.
تر کنفرانس وروسته د پوله ساتي ځواکونو له لوري نيول شوې نهه کسيزه وسله واله ډله او له هغوی نيول شوې وسلې هم رسنيو ته وښول شوې.
وسله والو طالبانو او د داعش سيمه ييز قوماندانان تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن