ميمنه(پژواک، ٨ مرغومى ٩٤): د جګړې پرمهال د فارياب د مرکز ميمنې ښار د څلورو ولسواليو برېښنا قطع شوې، ١٧ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
دا نښتې تېره شپه په قيصار او شيرين تګاب ولسواليو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ شوې چې له امله يې يوه مرمۍ په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د برېښنا پر مزي لګېدلې او برېښنا يې قطع کړې ده.
که څه هم څرګنده نه ده چې د کوم لوري مرمۍ پرې لګېدلې، خو دې وضعيت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د خواجه سبزپوش، شيرين تګاب، دولت اباد، پښتونکوټ او ميمنې ښار اوسېدونکي له تېرې شپې راهيسې برېښنا نه لري.
د ميمنې ښار اوسېدونکي اسدالله وويل چې هوا سړه ده، اکثره خلک له برېښنايي منقلونو کار اخلي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يې په تياره کې تېره کړې او اوسمهال يې مبايلونه هم چارچ نه لري.
نوموړي زياته کړه چې ښکېلې خواوې بايد ټولګټو تاسيساتو ته زيان ونه رسوي او د برېښنا د بېرته راتګ په اړه اندېښمن دى.
خو په فارياب کې د برېښنا شرکت يوه چارواکي وويل که چېرته ساحه کې امن راغلى وي، نن به خپله تخنيکي ډله واستوي چې د برېښنا مزي سره ونښلوي.
له ترکمنستان نه ٣٠ ميګاواټه برېښنا له تېرې يوې لسيزې راهيسې فارياب ته را غځېدلې چې شاوخوا ٧٠ زره کورنۍ ترې ګټه اخلي او اوسمهال شاوخوا ٥٠ کورنۍ برېښنا لري.
له بلې خوا امنيتي چارواکي وايي چې ددې نښتو په ترڅ کې ١٧ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردوى د لومړۍ لوا وياند جګړن رضا رضايي وويل چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ د قيصار په چهارشنبه او کنجک سيمو کې عمليات کړي چې له امله يې اته وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.
هغه پژواک ته وويل چې د ملاعبدالصمد په نامه دفارياب لپاره د طالبانو مرستيال والي هم په وژل شوو کسانو کې شامل دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن