ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو عالي کمېشنري په سوېل ختيځ کې زون کې خپل دفتر وتاړه

د کډوالو عالي کمېشنري په سوېل ختيځ کې زون کې خپل دفتر وتاړه

author avatar
31 Dec 2015 - 17:00
د کډوالو عالي کمېشنري په سوېل ختيځ کې زون کې خپل دفتر وتاړه
author avatar
31 Dec 2015 - 17:00

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٤): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په سوېل ختيځ زون کې خپل دفتر تړلى دى.

د پکتيا ولايتي شورا وايي چې د ياد دفتر په تړلو سره به په سوېل ختيځو ولايتونو کې د کډوالو او بېځايه شوو خلکو ستونزې نورې هم زياتې شي .

د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس انجنير حضرت مير ځاځي د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کډوالو نړيوالې ادارې په دغه ولايت کې په رسمي ډول خپل دفتر تړلی او نور په دغه زون کې فعاليت نه لري .

نوموړی وايي د ولايتي ادارې، ولايتي شورا او ځينو نورو ټولنو سره يې د دغه دفتر په بېرته فعالولو کې هڅې کړې خو تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې .

دی وايي په پکتيا کې د کډوالو نړيوالې ادارې چارواکو ورته ويلي چې دغه پرېکړه د دوی د مرکزي دفتر کړې خو وايي چې شايد د يو شمېر فعاليتونو لپاره به ځيني کارونه وکړي .

خو ولايتي اداره او ولايتي شورا وايي چې د دغه دفتر په تړلو سره به په سوېل ختيځو ولايتونو کې د مهاجرينو پر وړاندې نورې ستونزې هم زياتې شي.

د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، سوېل ختيځ ولايتونه له پاکستان سره ګډه پوله لري چې دواړو غاړو ته د جګړو له امله زيات شمېر کورنۍ بېځايه کېږي چې د دغه دفتر په تړلو سره له هغوی سره مرستې بنديږي.

نوموړی وايي هغه کډوال چې له پاکستانه دغه زون ته راځي دوی به د مرستې اخيستو لپاره کابل او يا ننګرهار ته ځي چې له لويو ستونزو سره به مخ شي.

د پکتيا د ګډوالو او راستنېدونکو چارو رييس حضرت مېر ځاځی هم د يونسيار ادارې پر تړل کېدو اندېښنه ښيي او وايي چې په تړل کېدو سره به يې له کډوالو سره مرستې کمې شي.

دی وايي، دې ادارې په سوېل ختيځو ولايتونو کې له کډوالو سره ډېرې مرستې کولې او هم يې له هغو کډوالو سره چې په کمپونو کې اوسېږي د درس زياته زمينه برابره کړې وه.

د ده په خبره، د دې ادارې په نه شتون کې به زيات ګډوال د راستنېدو په وخت کې له ستونزو سره مخ شي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.