کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٤): په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز له وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې پروسې د برياليتوب لپاره بايد جګړې بندې کړي.
سرتاج عزيز دغه څرګندونې پرون په اسلام ابادکې تر يوې غونډې وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړه چې د افغان سولې پروسې د بيا پيلېدو په موخه د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په ١٠مه (د مرغومي ٢٠مه) په څلور اړخيزه غونډه کې چې په اسلام اباد کې جوړېږي، د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازي ګډون کوي.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې دا غونډه د جنورۍ تر ١٥مې نېټې وروسته جوړېږي
تر دې مخکې د افغانستان د اجرائيه رياست د وياند مرستيال جاوېد فيصل رسنيو ته ويلي وو چې دا غونډه په کابل کې جوړېږي.
سرتاج عزيز په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د مخ پر زياتېدونکو فعاليتونو اندېښنه وښوده او زياته کړې يې ده چې پاکستان ته يې هم ګواښونه رامنځته کېداى شي.
د افغان سولې پروسې د دويم پړاو پيلېدو پرېکړه تېره مياشت په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ په څلور اړخيزه غونډه کې شوې وه.
تر دې مخکې د ١٣٩٤ لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه په اسلام اباد کې د سولې لومړۍ پړاو خبرې شوې وې، خو يوه مياشت وروسته د طالبانو د مشر ملا عمر تر مړينې وروسته دا پروسه وځنډېده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن