مهترلام (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٤): د لغمان د کرنې مسوولين وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه ولايت د وريجو په حاصلاتو کې دوه برابره زياتوالى راغلى دى.
د لغمان د کرڼې او اوبو لګولو رياست د ترويج امر انجنير محمد شاکر له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې تېر کال له يو هکتار ځمکې څخه يې څلور ټنه شولې ترلاسه کولې، خو سږ کال اته ټنه شوله ترلاسه شوې ده.
هغه زياته کړه چې سږ کال دوی د يو شمېر کروندګرو لپاره ۷۵ د شولو نمايشي قطعې په ۱۲ جريبه ځمکه کې کرل شوې وې چې په پايله کې يې له يوه هکتاره ۸ ټنه شوله ترلاسه شوه.
د نوموړي په وينا، سږ کال يې د ازمايښت لپاره کروندګرو ته د نمايشي شولو قطعې تر څنګ کروندګرو ته توره او سپينه سره هم ورکړې وې.
انجنير شاکر وايي، که چېرې کروندګر د دوی د سيارو ټيمونو خبرو او لارښوونو ته پام وکړي، نو هيله ده چې په راتلونکي کال کې به د شولو په حاصلاتو کې تر دې هم زياتوالى راشي.
هغه زياتوي چې لغمان ۲۰ زره کرنيزه ځمکه لري او سږ کال يې پر ١٠زره هکتاره ځمکه شوله کرل شوې وه چې ترې شاوخوا ٨٠زره ټنه شوله ترلاسه شوې ده.
د ترويج امر وويل، دا چې لغمان کرنيز ولايت دی، نو په همدې اساس دوی ۲۰۰۰ هغو کروندګرو ته چې د سبزيجاتو په کرلو بوخت دي، روزنه ورکړې چې له امله يې د هغوى حاصلات هم ډېر شوي دي.
ده زياته کړه، هره ورځ د الينګار ولسوالۍ کروندګر له لسو تر ١٥ پورې موټر کاهو کابل او ننګرهار ولايتونو ته لېږدوي.
انجنير شاکر وايي، د لغمان د کروندګرو لپاره دری سړې خونې په مرکز، قرغيو او الينګار ولسواليو کې جوړې شوې، خو د برېښنا د نه شتون له امله کروندګر ترېنه ګټه نه شي پورته کولای.
د هغه په وينا، د ولايتي ادارې په همکارۍ به په رتلونکي کې له سړو خونو څخه د لغمان ټول کروندګر ګټه پورته کړي.
د سرکي په نوم د لغمان د مرکز مهترلام ښار اړوند د ميدانيو سيمې يوه کروندګر پژواک ته وويل چې سږ کال دوى ته د نمايشي شولو قطعې ورکړل شوې وې او د سپينې سرې د ورکړې ژمنه ورسره شوې وه، خو ترپايه ورنه کړل شوه.
هغه زياتوي چې سږ کال يې د شولو حاصلات ډېر ښه وو او د دوى اقتصاد ورسره ښه شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن