ترينکوټ (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٤): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې پوليس وژل شوي دي.
د دهراوود ولسوال امين الله خالقي د مرغومي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په زرتاله سيمه کې وسله والو د پوليسو پر څو امنيتي پوستو بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې درې پوليس وژل شوي او يوه امنيتي پوسته هم د وسله والو لاس ته لوېدلې .
د ولسوال په خبره، نور امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او ډېر ژر به له لاسه وتلې پوسته بېرته ونيول شي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په پرونۍ نښته کې درې پوليس وژل شوي او د جان اغا په نوم د پوليسو قوماندان ټپي شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن