ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست عوايد زيات  شوي دي

د خوست عوايد زيات شوي دي

author avatar
1 Jan 2016 - 13:36
د خوست عوايد زيات  شوي دي
author avatar
1 Jan 2016 - 13:36

خوست (پژواک ، ١١مرغومى ٩٤) د خوست والي وايي، چې د تېر ۱۳۹۳ لمريز کال په پرتله د سږ کال عوايد لوړ شوي دي.

د خوست والي خکم خان حبيبي دغه څرګندونې نن د مرغومي په ۱۱ مه د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې وکړې.

والي دغه خبري کنفرانس ته وويل، چې د روان ۱۳۹۴ لمريز کال له پيل څخه بيا تر دې دمه پورې له عايداتي ادارو څخه ټول ټال ۹۰۸ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي، چې د تېر لمريز کال په پرتله نږدې شل سلنه زياتوالی په کې راغلی.

هغه وويل: ((زموږ د ۱۳۹۳ لمريز کال عايدات ۷۶۱ ميليونه افغانۍ اما د ۱۳۹۴ لمريز کال راټول شوي عوايد ۹۰۸ ميليونه فغانۍ دي، چې ۱۴۷ ميليونه افغانۍ زيادت ښيي.))

د خوست والي وويل، چې ښه حکومتوالي، د عوايدو د فرار مخنيوی، د يوه منظم پلان له مخې د عوايدو را ټولول او د عايداتي او امنيتي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي د عوايدو د ډيروالي عمده لاملونه دي.

هغه همداراز زياته کړه ، چې که د غلام خان لار د سوداګريزو مالونو پرمخ پرانستل شي، نو ددوی په عوايدو کې به څو چنده زياتوالی راشي.

هغه په دې برخه کې له مرکزي دولت په ځانګړي ډول له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رييس څخه غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره ددې لارې د پرانيستلو او په رسمي ډول ترانزيټ کولو کې هڅه وکړي.

حبيبي وويل: ((که چېرته د غلام خان بندر ترانزيټي لاره خلاصه وي، نو زموږ په عوايدو کې به که يواځې د ګمرک عوايد ووايم، نو زموږ په عوايدو کې به نوي يا سل سلنه زياتوالى راغلی وای.))

والي  همدارنګه د کورنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې ددې ولايت په سرحدي سيمو کې هغه کسان پر دندو وګوماري، چې خپلې دندې ته ژمنتيا ولري.

هغه زياته کړه: (( کله کله په سرحدي سيمو کې امنيتي چارواکي د سليقې له مخې ټاکل کيږي، زه د کورنيو چارو وزارت او د امنيتي ادارو له رهبرۍ نه هيله کوم، چې په سرحدي سيمو کې داسې کسان وګوماري، چې د شفافيت اصل ته ژمن وي.))

حبيبي د اداري فساد په اړه وويل، چې اوس هم د اداري فساد پرضد مبارزه د دوی د کارونو په سر کې ځای لري او له کله نه چې دی دلته د والي په توګه ټاکل شوی،په فساد کې ښکېل ځينې چارواکي يې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي.

هغه زياته کړه: ((په دغه برخه کې زموږ هڅې روانې دي، حتی ځينې اشخاص عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شوي دي، د هغوی دوسيې تر جريان لاندې دي او په راتلونکې کې شايد ځينې نور مفسد کسان هم يادو ادارو ته معرفي شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.