ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اچين کې دداعش ١٤وسله وال ووژل شول

په اچين کې دداعش ١٤وسله وال ووژل شول

author avatar
1 Jan 2016 - 14:57
په اچين کې دداعش ١٤وسله وال ووژل شول
author avatar
1 Jan 2016 - 14:57

کابل (پژواک، ۱۱مرغومى ۹۴): د ملي دفاع وزارت وايي چې ننګرهار ولايت کې د افغان هوايي ځواکونو په بريدونو کې دداعش ډلې ١٤وسله وال ووژل شول او ١٢تنه نور يې ټپيان شوي دي.

ددفاع وزارت له خوا پژواک اژانس ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ، په دغو هوايي بريدونو کې دداعش ١٤وسله وال وژل شوي او ١٢نور يې ټپيان دي.

 خبرپاڼه زياتوي چې ددغو بريدونو په ترڅ کې دداعش ډلې يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

د يادونې ده چې د روان کال په ترڅ کې په ننګرهار ولايت کې ددعش ډلې ډيرى وسله وال د امنيتي ځواکونو تر بريدونو لاندې نيول شوي او ډيره مرګ ژوبله ورته اوښتې ده .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.