ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني : د قضا خپلواکۍ ته ژمن یم

غني : د قضا خپلواکۍ ته ژمن یم

author avatar
2 Jan 2016 - 21:01
غني : د قضا خپلواکۍ ته ژمن یم
author avatar
2 Jan 2016 - 21:01

کابل (پژواک ١٢ مرغومى ٩٤): ولسمشر غني وايي، د قضا خپلواکۍ ته ژمن دى او په چارو کې يې د دولتي او غير دولتي چارواکو هېڅ ډول لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم رارسېدلې، راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په  حضور کې د سترې محکمې نوي غړي قضاوتوال عبدالحسیب احدي خپل د لوړې مراسم پر ځای کړل.

سرچينه کاږي، په دې مراسمو کې چې نن ماسپښين په ارګ کې ترسره شول، قاضي القضات او د سترې محکمې ريیس او د سترې محکمې د عالي شورا غړو هم حضور درلود، ولسمشر غني وویل، خوښ یم چې د سترې محکمې بل غړي هم له ولسي جرګې څخه د باور رایه واخیسته.

ولسمشر په قضا او په مجموع کې د افغانستان په قضایه قوه کې د مثبتو بدلونونو د راوړلو له امله د قاضي القضات او د سترې محکمې د عالي شورا د غړیو قدرداني وکړه. 

ده وویل، خلک غواړي، چې د سترې محکمې له کړنو خبر وي او  ښه به وي، چې په هغه بنسټ  کې له مثبتو بدلونونو څخه هم خبر شي. 

اشرف غني ټینګار وکړ، چې د قضا په چارو کې د دولتي او غیر دولتي مقاماتو هېڅ ډول مداخله د منلو وړ نه ده.

د هغه په وينا، په پرېکړو کې د قضا خپلواکي او د عدالت اصل ته ژمن یم او باید ټول دولت د دې پیرو وي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.