ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د داعش پر ضد پراخ عمليات  ترسره کيږي

چارواکي : د داعش پر ضد پراخ عمليات ترسره کيږي

author avatar
2 Jan 2016 - 17:00
چارواکي : د داعش پر ضد پراخ عمليات  ترسره کيږي
author avatar
2 Jan 2016 - 17:00

 کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤ ): امنيتي بنسټونه، په ننګرهار ولايت کې دداعش پرضد د پراخو عملياتو د پيل کېدو خبر ورکوي او وايي چې د وروستيو لسو ورځو عملياتو په ترڅ کې ددې ډلې شاوخوا ١٥٠ کسان وژل شوي او ٦٠نور يې ټپيان دي.

د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري په نننۍ خبري غونډه کې وويل چې  تېرو څو ورځو کې په ننګرهار ولايت کې پر داعش مرګوني ګوزارونه شوي دي، د قوماندانانو او مشرانو په ګډون ددې ډلې لسګونه کسان وژل شوي او مرکزونه يې هم ددې ولايت په بېلابيلو ولسواليو کې ويجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ټاکل شوې په دې ولايت کې دداعش پر ضد پراخ عمليات پيل شي څو دداعش مرکزونه په بشپړ ډول له منځه لاړ شي او ددې عملياتو په ترڅ کې ننګرهار د داعش له شتون څخه پاک شي.

د ملي دفاع وزارت وياند ګواښ وکړ:" په هېڅ توګه  به داعش ته دا موکه په ولاس ور نه کړل شي څو ننګرهار کې مرکزونه او اډې  جوړې کړي."

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل چې تېرو لسو ورځو کې په ننګرهار کې دداعش پر وړاندې ٩ ګډ عمليات ترسره شوي دي چې د قوماندانانو او ډلمشرانو په ګډون، ددې ډلې ١٤٤ کسان وژل شوي،٥٨ نور ټپيان شوي ، وسايط او مهمات يې هم له منځ وړل شوي دي.

 هغه په ياده ګډه غونډه کې وويل :" ننګرهار کې د خلکو په همکارۍ هڅه کوو څو د داعش اډې په نښه کړو چې مرکزونه يې ويجاړ شي او و نه توانېږي نورو ولايتونو ته نفوذ وکړي."

صديقي؛ په راتلونکي کال کې د وسله والو مخالفينو د بريدونو زياتېدو خبر ورکړ؛ خو ويې ويل چې امنيتي ځواکونه بشپړ چمتو دي څو د هغوى  فعاليتونو ته سخت ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت  وياند بيا وويل چې د هوايي ځواک پر پياوړتيا سخت کار روان دى، د هند په مرسته څلور پوځي چورلکې د هوايي ځواک په واک کې ورکړل شوې دي، څو راتلونکو ورځو کې A29 امريکايي الوتکې هم هوايي ځواکونو ته سپارل کېږي.

 نوموړي زياته کړه چې له هر اړخه د هوايي ځواک پر پياوړتيا کار روان دى او په نږدې راتلونکې کې به هوايي ځواک پر خپلو پښو ودرېږي.

وزيري وويل چې له سلو زيات پيلوټان، کشافان، تخنيک کران او ميخانيکان په امريکا، ١٠٠ نور په چک، ١٥٠ په متحده عربي اماراتو، ٢٠٠ په هندوستان  او لسګونه نور د هرات په شينډنډ ولسوالۍ او د کابل په هوايي پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي.

د ملي دفاع وزارت وياند زياته کړه چې د رادار صنف په رامنځ ته کولو هم کار روان دى څو دا برخه خورا پياوړې شي.

 هغه يادونه وکړه چې د امريکا په مرسته درې ستر ورکشاپونه په کابل، کندهار او بلخ کې جوړېږي څو ټول هغه وسايط چې ويجاړېږي هلته ترميم شي، د چورلکو او نورو الوتکو د ترميم لپاره هم د يو ستر ورکشاپ  پر جوړيدو کار روان دى چې په جوړېدو به يې دا اړتيا له منځه  لاړه شي څو الوتکې د ترميم لپاره له هېواد څخه بهر ولېږدول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.