کابل(پژواک ۱۲ مرغومي ۹۴): يو ځل بيا د ريشتر په کچه ۵.۳ درجې زلزلې د افغانستان د مرکز په ګډون يو شمېر ولايتونه ولړزول.
دغه زلزله نن له غرمې وروسته په يوه بجه او پنځلسو دقيقو رامنځته شوه.
د افغانستان د جيولوجي او سروې رياست سرپرست محمدطاهر رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت د جرم په ولسوالۍ کې و.
د راپورنو له مخې، دغې زلزلې د هېواد مرکز او ډېرو ولايتونو او د ګاونډي هېواد پاکستان ځينې سيمې لړزولې دي.
تر اوسه د دې زلزلې د زيانونو راپور نه دى ورکړل شوى.
د روان کال د لړم په څلورمه د ريشتر په کچه ٧.٧ درجې او د مرغومي په پنځمه د ريشتر په کچه ٦.٣ درجې زلزلې هم د هېواد يو شمېر ولايتونه ولړزول . د دې زلزلې مرکز هم په بدخشان کې و.
د راپورونو له مخې، د لړم د څلورمې په زلزله کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۱۵ تنه مړه او تر ۵۰۰ زيات ټپيان شوي وو.
خو د مرغومي د پنځمې په زلزله کې په ننګرهار کې ١٣ تنه ټپيان شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن