ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال ملي لوبډله د اسيايي سيالو جام د ګټلو لپاره نن له هند سره لوبېږي

د فوټبال ملي لوبډله د اسيايي سيالو جام د ګټلو لپاره نن له هند سره لوبېږي

author avatar
3 Jan 2016 - 11:25
د فوټبال ملي لوبډله د اسيايي سيالو جام د ګټلو لپاره نن له هند سره لوبېږي
author avatar
3 Jan 2016 - 11:25

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٤): ټاکل شوې چې د افغانستان ملي لوبډله نن د اتلولۍ جام د خپلولو لپاره د سوېلي اسيا په سياليو کې له هند سره سيالي وکړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې درې ورځې وړاندې د دې سياليو د نيمه پايلوبې په څلورم دور کې د سريلانکا ملي لوبدلې ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه او له دې وړاندې يې د بنګله دېش پر وړاندې د څلور پر صفر، د بوتان پر وړاندې درې پر صفر او د مالديو پر وړاندې څلور پر يو ماتې ورکړې ده.

د افغانستان ملي لوبډلې په دغو سياليو کې تر اوسه ١٦ ګولونه وهلي او يو ګول يې خوړلى، نن د هند له لوبډلې سره په اې ګروپ کې په لومړي سر کې دى، د اتلوالۍ جام د خپلولو لپاره مبارزه کوي.

هند د سوېلي اسيا د سياليو کوربه توب کوي او پايلوبه به د افغانستان په وخت شپږ بجې پيل شي چې د څو شخصي تلوېزيوني چينلونو له خوا په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

خلک په بې صبرۍ سره د دې لوبې د پيل انتظار کوي او د برېښنا له رياست نه يې غوښتنه کړې چې د سياليو په بهير کې دې برېښنا نه پرې کوي.

د برېښنا رياست د هغوى غوښتنه منلې، خو له کابل ښاريانو يې غوښتنه کړې چې نن شپه دې د برېښنا له زياتو مصرفوونکو الو څخه کار نه اخلي.

ولسمشر په دې اړيکه کې د فوټبال ملي لوبډلې هڅې ستايلې او د هغوى د وروستيو برياوو په اړه يې چارواکو او لوبغاړو ته مبارکي ويلې ده.

ولسمشر د فوټبال ملي لوبډلې چارواکو او لوبغاړو ته ويلي:((زه او د افغانستان ټول خلک به د هند د فوټبال له لوبډلې سره ستاسې سيالي وګورو او په دې سيالۍ کې به د خداى ج دربار ته ستاسې د بريا دعا وکړو.))

د حکومت اجرايي مشر هم ويلي چې د ملي لوبدلې وروستۍ برياوو يو ځل بيا ثابته کړه چې افغانان هر وخت په يووالي او باور سره د لوبې ډګر ته ودانګي، نو ګټونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن يو شمېر دولتي چارواکي او د ملي شورا غړي د ملي لوبډلې د هڅولو او ملاتړ لپاره هند ته سفر وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.