کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٤): امنيتي ځواکونو د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت او ملي اردو ځواکونو د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په نواباد سيمه کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
سرچينه ليکي چې له دې کارخونې څخه ٣٣ د سړک غاړې ماينونه، دوولس د ټانک مرمۍ، د ماينونو ٣٩ کانچې، د هاوان ١٣مرمۍ او زیاته اندازه نور چاودېدونکي توکي د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په اعلاميه کې راغلي چې په دې کارخونه کې د سړک غاړې ماينونه، د ځانمرګي واسکټونه او بوشکه يې ماينونه جوړېدل.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((د دغو چاودېدونکو توکو په نیولو سره د دښمن له ګڼو ترهګریزو کړنو او په وینو کې زموږ د ګڼ شمېر هېوادوالو د لت پت کولو مخه ونیول شوه.))
په خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونه د امنيت د ټينګښت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن