ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په محمداغې ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه چورلکه لوېدلې

په محمداغې ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه چورلکه لوېدلې

author avatar
3 Jan 2016 - 15:03
په محمداغې ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه چورلکه لوېدلې
author avatar
3 Jan 2016 - 15:03

پل علم(پژواک،١٣مرغومى٩٤): د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ دافغان امنيتي ځواکونو يوه چورلکه  لوېدلې  چې له امله يې درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د لوګر ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د ملي اردو يوه چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله د محمد اغې ولسوالۍ په شکارقلعه سيمه کې نسکوره شوې ده.

هغه وايي چې د يادې چورلکې د نسکورېدو له امله درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دى.

ده زياته کړه: (( دا تمريناتي چورلکه وه چې په تمريناتو بوخته وه خو د تخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.))

شکار قلعه د محمد اغې ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو له ډلې څخه ده چې په دې سيمه کې د ملي اردو ٣٠٣ نمبر ځانګړې قطعه پرته ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.