کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير د ولسي جرګې له استيضاح بريالى ووت.
ولسي جرګې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير، د غير قانوني مقرريو، د دې جرګې د کمېسيونونو غونډو ته د نه حاضرېدو او د خلکو پر وړاندې ځواب نه ويلو په سبب نن ولسي جرګې استيضاح کړ.
وحيدي د جرګې غړو ته د يادو موضوعاتو په اړه ځوابونه ورکړل چې جزئيات به يې وروسته خپاره شي.
د اساسي قانون په ٩٢مه ماده کې راغلي چې ولسي جرګه د ټولو غړو د شل سلنې په وړانديز کولى شي چې هر وزير استيضاح کړي.
د دې مادې په بله برخه کې راغلي، که چېرې د وزير له خوا وړاندې شوى وضاحت د قناعت وړ نه وي، جرګه د باور اخيستلو رايه څېړي.
د همدې مادې له مخې، له وزير نه د باور رايه اخيستل بايد روښانه، مخامخ او پر موجه دلايلو ولاړه وي او د ټولو په اکثريت صادره شي.
د ولسي جرګې د ځينو غړو د وړانديز له مخې، نن د مخابراتو وزير لپاره په يو ځل رايه واخيستل شوه.
د جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي وويل چې د جرګې اکثريت غړو ته په پام سره وحيدي هغه مهال له خپلې دندې ګوښه کېږي چې د نه اعتماد ١٢١رايې ولري.
ولسي جرګه اوسمهال ٢٤١ غړي لري چې له دې ډلې يې په نننۍ ناسته کې ١٨٤ غړي حاضر وو.
د رايې ورکونې په پايله کې وحيدي ته ۱۰۴ د نه باور، ٧١ تاييدي او ٩ سپينې رايې ولوېدې.
د ولسي جرګي مشر اعلان وکړ چې د رايو پايلو ته په پام سره وحيدي د مخابراتو د وزير په توګه خپلې دندې ته دوام ورکولى شي.
خو په جرګه کې د خوست د خلکو استازى کمال ناصر اصولي ادعا کوي چې د وحيدي په استيضاح کې معامله شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن