جلال اباد (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): د ننګرهار مستوفيت چارواکي وايي چې د ۱۳۹۴ مالي کال په ترڅ کې يې ۱۳،۳ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېر کال په پرتله ١٥ سلنه زيات دي.
د دغه ولايت مستوفي سر څېړونکي ډاکتر محمد عالم اسحق زي چې د مرغومي په ١٤مه يې د ١٣٩٤ لمريز کال د عوايدو په اړه خبري کنفرانس ته وينا کوله، وويل چې که زمينه ورته برابره او سيستم جوړ شي، نو د عوايدو کچه به د تېرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه لوړه کړي.
نوموړي زياته کړه، په ١٣٩٤ لمريز کال کې يې ١٣،٣ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي چې د ١٣٩٣ لمريز مالي کال په پرتله يې پنځلس سلنه عوايد لوړ شوي دي.
هغه د ننګرهار مستوفيت د عوايدو د لوړېدو لامل په دې اداره کې ښه مديريت او د کار کوونکو کاري وړتيا او هلې ځلې په ګوته کړې او ويې ويل، که زمينه ورته برابره شي او عصري سيستم جوړ شي نو د عوايدو دغه کچه به په راتلونکي کال کې ٥٠ سلنه لوړه کړي.
د ننګرهار مستوفي وايي، عوايد يې په داسې حال کې لوړ شوي چې په ديارلس سوه څلور نوي يم مالي کال کې د ولسمشر د فرمان پر اساس د کانونو ايستل بند شوي وو او د کانال له ادارې څخه هېڅ عوايد نه لري.
اسحق زي وويل، يو شمېر کسان هڅه کوي چې د ماليې له ورکړې فرار وکړي، خو د دوی له لوري د مخنيوي هلې ځلې ترسره شوې او په دې برخه کې د امنيتي ارګانونو د همکارۍ غوښتنه يې هم وکړه .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن