لومړى تعقيب- کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): د کاب پوليس وايي چې په کابل کې د "حامد کرزي" نړيوال هوايي ډګر ته نږدې شوي ځانمرګي بريد کې يواځې ځانمرګى وژل شوى دى.
دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې، کابل هوايي ډګر ته نږدې د هوا پېژندنې پر سړک د يوه سراچه موټر په وسيله ترسره شو.
د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمان رحيمي د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې ځانمرګي بريدګر وروسته له هغه ځان ته چاودنه ورکړه چې د پوليسو له تلاشۍ سره مخ شو.
د هغه په خبره، په دغه بريد کې له ځانمرګي پرته بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړي زياته کړه چې تر اوسه د ځانمرګي بريدګر موخه نه ده څرګنده، خو احتمال لري چې غوښتل يې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې پر لوبغاړو بريد وکړ.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن سهار کابل ته را ورسېده.
د ذکريا په نوم يوه عيني شاهد وويل، کله چې د دغه موټر له چاودنې وروسته د بهرنيو ځواکونو کاروان له ساحې تېر شو.
هغه وويل چې په دغه بريد کې د بهرنيانو موټر ته زيان نه دى رسېدلى.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
يوه اوونۍ وړاندې هم د هوا پېژندنې پر سړک د بهرنيو ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد شو چې د راپورونو له مخې، په دغه بريد کې يو کس ووژل شو او ٣٣ نور ژوبل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن