ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د پوهنې وزارت د تخنیکي پلاوي د موندنو راپور واورېد

ولسمشر غني د پوهنې وزارت د تخنیکي پلاوي د موندنو راپور واورېد

author avatar
4 Jan 2016 - 20:42
ولسمشر غني د پوهنې وزارت د تخنیکي پلاوي د موندنو راپور واورېد
author avatar
4 Jan 2016 - 20:42

کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٤): ولسمشر غني د پوهنې وزارت د ارزونې له تخنيکي پلاوي سره په کتنه کې د دې پلاوي د موندنو راپور واورېد.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دې پلاوي د پخواني پلاوي د کار د پای په تعقیب او د هغه راپور د موندنو په رڼا کې، خپلې تخنیکي موندنې د پوهنې وزارت د رهبري او د هغوی د نړیوالو شریکانو په حضور کې ولسمشر ته وړاندې کړې.

په پیل کې تخنیکي پلاوي خپلې موندنې چې په هغه کې یې د ساختماني پروژو د څارنې، د پوهنې وزارت د خدماتو د وړاندې کولو کیفیت، د ښوونکو او زده کوونکو شمېر او د ښوونکو د تقرر د پروسې څرنګوالي موارد راوړي وو، وړاندې کړې.

د تخنیکي پلاوي په موندنو کې راغلي، چې فعلي میکانیزم د اداري فساد مخنیوي او په شفافه توګه له سرچینو څخه ګټې اخیستنې ته ځواب ویونکی نه دی. همدارنګه موندنې ښیي چې خلک او مدني ټولنه کافي معلوماتو ته لاسرسی نه لري، چې د دې وزارت کړنې وڅاري او د ستونزو د موجودیت په صورت کې د هغو راپور ورکړي.

د پلاوي د ارزونې موندنې ښیي، چې د ولایتونو په کچه د یو شمېر ښوونځیو د ودانیو د قراردادونو واک د پوهنې شوراګانو ته ورکړل شوی وو او په ځینو مواردو کې د ښوونځیو ودانۍ نه دي بشپړې شوي او یا د پیسو د ورکړې باوجود هم د ساختماني پروژو کارنه دی پیل شوی.

ولسمشر غني د یاد پلاوي د راپور له اورېدو وروسته د اداري فساد په مخنیوي کې د خلکو او مدني ټولنې مهم رول ته په پام مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په پوهنې وزارت کې د ارزونې او راپور ورکولو یو میکانیزم رامنځته کړي، ترڅو خلک او مدني فعالان د خدماتو وړاندې کول، د پوهنې کیفیت، د ښوونځیو ودانۍ او د ښوونکو او زده کوونکو شمېر وڅاري او د ستونزو د موجودیت پرمهال اړوندو مراجعو ته راپور ورکړي.

ده همدارنګه لارښوونه وکړه، چې د ټولو ښوونځیو فهرست ترتیب کړي او د پوهنې شوراګانو کړي قراردادونه مشخص شي. په هغه صورت کې چې د ځینو ښوونځیو ساختماني کار نه وي پیل او یا نه وي بشپړ شوی او یا قراردادونه ستونزه ولري، شوراګانې او شرکتونه ځواب ووایي.

ولسمشر په پوهنې وزارت کې د خیالي ښوونکو د موجودیت په هکله وویل، باید یوه سرتاسري برنامه ترتیب شي، تر څو ارقام مقایسه شي او د پوهنې وزارت د واقعي او حقیقي ښوونکو شمېر تثبیت شي.

هغه زیاته کړه، چې د ښوونکو تنخواګانې هم باید په بشپړه او سراسري توګه د بانک او د موبایل د خدماتو له لارې ورکړل شي، چې دا کار  به د هر ډول ناوړه ګټه اخیستنې په مخنیوي کې مرسته وکړي.

اشرف غني د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ښځو حضور زیاتوالي ته په اشارې د دې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې عملي برنامه دې ترتیب کړي، ترڅو د هغې پربنسټ د رهبري په کچه او تر هغې په ټیټه کچه اهل او وړ افراد جذب شي او د ښوونکو په استخدام کې هم د پوهنتونونو فارغانو په ځانګړي ډول ښځینه طبقې ته لومړیتوب ورکړل شي، چې له دې لارې د استخدام پروسې شفافیت تضمین او عدالت تامین شي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.