جلال اباد (پژواک ١٤ مرغومى ٩٤): د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال د داعش ١٥ وسله وال وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر شاوخوا څلورنيمې بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په فارم چهار سيمه کې داعش وسله والو د پوليس پر يوې پوستې بريد وکړ.
ده زياته کړه، وروسته سيمې ته مرستندوى امنيتي ځواکونه ورسېدل، چې د دواړو خواوو ترمنځ په نښته کې ١٥ د داعش وسله وال وژل شوي، چې د يوولسو هغو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.
د هغه په خبره، په دې نښته کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش وسله والو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن