جلال اباد (پژواک، ١٤ مرغومی ۹۴): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې په جلال اباد ښار کې يې د يوې مېرمنې په ګډون دری داعشيان او يو وسله وال طالب نيولي دي.
امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د مرغومي په ١٤مه د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل چې پوليسو يې تېره ورځ ناوخته د ښار په شپږمه ناحيه کې د داعش يو ښځينه غړې او دوه نور کسان نيولي دي.
قوماندان وايي: ((له دې مېرمنې سره دوه نور نيول شوي کسان يو د دې مېرمنې ماشوم زوی او بل يې ورور دی، له دوی سره چسپکي ماين او نور مهمات هم نيول شوي دي.))
شېرزاد وويل چې د بهسودو ولسوالۍ د هډې په سيمه کې يې يو وسله وال طالب هم نيولی چې موده مخکې يې له کوره وسلې نيول شوې وې او پوليس يې په لټه وو.
تر کنفرانس وروسته نيول شوي کسان رسنيو ته وښودل شول.
له داعش سره د همکارۍ په تور نيول شوې مېرمنې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې ورسره نيول شوی چسپکي ماين د دې په خبره داعش د يوه قوماندان له لوري ورکړل شوی دی.
هغې وويل: ((دا ماين يې امانت راکړی و او ويل چې ژر يې بېرته درنه وړم.))
نوموړې په دې تړاو نورې خبرې ونه کړې.
بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان وويل چې پوليسو يې د دغسې پېښو د مخنيوي هڅې ګړندۍ کړې دي او ډېر ژر به په ځينو ولسواليو او سيمو کې ځانګړي عمليات ترسره کړي.
ده زياته کړه: ((تېره ورځ ننګرهار ته د لوی درستيز په ګډون ځيني لوړپوړي چارواکي راغلي وو، چې ځينی هدايتونه يې کړي، موږ به ډېر ژر په ځينو سيمو کې ځانګړي عمليات ترسره کړو.))
ده وويل چې د اچين په ګډون يې په يو شمېر سيمو کې عمليات دوام لري.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن