ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ‌پاکستاني پوځيانو پر لعلپورې او ګوشتې توپچي بريدونه کړي

چارواکي: ‌پاکستاني پوځيانو پر لعلپورې او ګوشتې توپچي بريدونه کړي

author avatar
4 Jan 2016 - 16:35
چارواکي: ‌پاکستاني پوځيانو پر لعلپورې او ګوشتې توپچي بريدونه کړي
author avatar
4 Jan 2016 - 16:35

جلال اباد (پژواک ١٤ مرغومی۹۴): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، پاکستانيو پوځيانو د لعلپورې او ګوشتې ولسواليو پر سرحدي سيمو د توپچي بريدونه کړي، چې مالي زيانونه يې اړولي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمدشېرزاد د مرغومي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې اوونۍ په وروستيو ورځو کې پاکستانو پوځيانو ځو ځله پر يادو ولسواليو توپچي بريدونه کړي دي.

دى وايي: ((موږ دا مسئله د کورنيو چارو له وزارت سره شريکه کړې ده.))

اخوا د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت پژواک اژانس ته وويل، چې څو ورځې مخکې پر يادو ولسواليو د پاکستاني پوځيانو له لوري بريدونه شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په دې بريدونو سره لومړی پاکستاني پوځ وښودله، چې سوله نه غواړي او بله مسئله دا ده، چې هغوی غواړي په دې بريدونه زموږ سرتېري بوخت وساتي، ځکه زموږ امنيتي ځواکونو په شينوارو کې داعش ته سخته ماتې ورکړې، د پاکستان پوځ غواړي په لعلپوره او ګوشته کې يې مصروف کړي.))

د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولسي جرګې غړي فريدون خان مومند بيا رسنيو ته وويل، له تېرې اونۍ سربېره تېره شپه هم د ګوشتې ولسوالۍ د نظرخېلو په سيمه ورته بريدونه شوي دي.

دى وايي، د ګوشتې د نظرخېلو په ګډون په ځينو سيمو دا څو ورځې د پاکستاني پوځيانو له لوري ډېر بريدونه شوي، چې ښايي موخه يې د سولې د خبرو پر وړاندې خنډ جوړول وي.

دی زياتوي: ((کله چې د سولې خبرې نږدې شي، د پاکستان پوځيان پر افغان خاوره بريدونه کوي او په دې ډول سره غواړي وښيي، چې ګنې دوی سوله نه غواړي يا واک او اختيار د پوځ په لاس کې دی.))

نوموړی دا هم وايي، ګواګې پاکستاني پوځيان غواړي په ګوشتې ولسوالۍ کې مخکې راشي او په دې بريدونو سره خلک له سيمې کډه کولو ته اړ باسي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي هم پر افغان خاوره د پاکستاني پوځيانو بريدونه تاييدوي، خو يادونه کوي چې په دې اړه يې مرکزي حکومت ته خبر ورکړی دی.

کندوزي د دې پوښتنې په ځواب چې د دې بريدونو پر دوام به يې غبرګون څه وي؟ وويل: ((پاکستان زموږ ګاونډي هېواد دی، دواړه هېوادونه سفارتونه لري، ډېر مسايل داسې وي چې د بهرنيو چارو وزارت له لوري يو بل سره مطرح کېږي.))

د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، پاکستاني سرتېرو تراوسه په يادو ولسواليو کې مخکې تګ نه دی کړي او که دغسې خوځښتونه وګوري، افغان سرتېري به يې د مخنيوي لپاره جدي ځواب ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.