ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنيو ځواکونو ته وارد شوي ٩٠ سلنه تېل بازار کې پلورل شوي

بهرنيو ځواکونو ته وارد شوي ٩٠ سلنه تېل بازار کې پلورل شوي

author avatar
5 Jan 2016 - 18:06
بهرنيو ځواکونو ته وارد شوي ٩٠ سلنه تېل بازار کې پلورل شوي
author avatar
5 Jan 2016 - 18:06

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): د ولسي جرګې له نشه يي توکو سره د مبارزې کمېسيون موندنې ښيي چې بهرنيو ځواکونو ته د وارد شوو تېلو له جملې څخه ٩٠ سلنه يې ازاد بازار کې پلورل شوي او د ځينو لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون، ٢٠ شرکتونو څه باندې يو ميليارد ډالره ګټه ترلاسه کړې ده.

په ولسي جرګه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې کمېسيون مشر محمد نعيم لالي حميدزي په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې يادو شرکتونو په تېرو څلورو کلونو کې ١٠ سلنه تېل بهرنيو ځواکونو ته ورکړي دي، خو پاتې نوره برخه يې په ازاد بازار کې خرڅ کړي دي.

د نوموړي په وينا، په دې شرکتونو کې ليګول افغان، نيشنل فيول کارپوريشن، جنرال لوژستيک، ميهن پلاستيک، افغان پرچون شرکت، خاور سادات، غضنفر نفت او ګاز، ريد سټار، صفي لميټډ، اريانا تارګيټ پټروليم، اريا تارګيټ لوژستيک، پروان ګروپ، اورو جنرال لوژستيک، خاواک پتروليم، زمرى سميع، کلايد سدال ګروپ،  WFS/SKAاو  WECشامل دي.

حميدزى زياته کړه، يادو شرکتونو د ماليې له معافيت نه په ګټې اخيستلو سره، نږدې پنځه ميليونه ټنه بېلابېل نفتي توکي هېواد ته وارد کړي، چې څه باندې يو ميليارد ډالره ګټه يې ترلاسه کړې ده.

د هغه په خبره، د يادو شرکتونو څه باندې دوه ميليونه ټنه نفتي توکي د معافيت په توګه طى مراحل شوي  او هېواد ته د واردېدو په حال کې دي.

د ولسي جرګې له مخدره توکو سره د مبارزې کمېسيون مشر د هېواد قضايه، مقننه او اجرايه قواوو د ځينو چارواکو په ګډون، د پخواني ولسمشر يو مرستيال، د کورنيو چارو، ملي دفاع، بهرنيو چارو، سوداګرۍ وزارت وزيران او پخوانى د ملي امنيت رييس هم په دې قضيه کې ښکېل بولي.

هغه دا قضيه د کابلبانک له قضيې څخه خطرناکه وبلله او ويې ويل: "که دا قضيه ونه څېړل شي، د دې ترڅنګ چې پر افغان ولسونو نېغ ګوزار دى، افغانستان به هم له کړکېچ سره مخ کړي."

حميدزي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پلاوى وګوماري، څو موضوع په جدي توګه وڅېړي او کوم کسان چې ملي ګټو ته زيان اړوي، تر څېړنو لاندې ونيسي.

د يادونې وړ ده چې تر ٢٠١٤ کال پورې شاوخوا ١٣٠ بهرني ځواکونه په هېواد کې وو؛ خو اوس دا شمېره ١٢زرو کسانو ته رسېږي، د دې ځواکونود اړتيا وړ توکي د خصوصي شرکتونو له لوري له مرکزي اسيا څخه هېواد ته رالېږدول کېږي.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.