ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار له ځینو ښوونځیو سره د لومړنیو درسي توکو مرسته وشوه

د تخار له ځینو ښوونځیو سره د لومړنیو درسي توکو مرسته وشوه

author avatar
5 Jan 2016 - 14:49
د تخار له ځینو ښوونځیو سره د لومړنیو درسي توکو مرسته وشوه
author avatar
5 Jan 2016 - 14:49

تالقان (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): یوې المانۍ GIZ موسسې د تخار ٣٤ ښوونځيو ته لومړني درسي توکي ورکړي او د ښوونځیو له شوراګانو يې مالي ملاتړ اعلان کړی دی.

د تخار ولايت د پوهنې رياست وياند ګل اقا ده نظري د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې موسسې د دغه ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د ٣٤ ښوونځيو لپاره مېزونه، څوکۍ، د لابراتوار خونې وسايل او ځيني نور لومړني توکي برابر کړي دي.

هغه دا هم وويل چې يادې موسسې د رستاق، ینګي کلا، خواجه غار، خواجه بهاالدین، چال، بنګي او بهارک ولسواليو د ښوونځيو له ٣٥ شوراګانو سره مالي ملاتړ اعلان کړ.

د ده نظري د معلوماتو له مخې، دغه موسسه د ښوونځيو هرې  شورا ته په لومړي کال د مياشتې پنځه سوه يورو خو په دويم کال بيا د مياشتې ٢٥٠٠ يورو ورکوي تر څو د هغو ناوړه دودونو پر وړاندې مبارزه وکړي چې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه يې ډب کړې ده.

يادې شوراګانې له ديني عالمانو، قومي مشرانو، د زده کوونکو  له والدينو او ښوونکو څخه جوړې دي.

ده نظري وايي چې له دوو کلونو وروسته به دغه لړۍ نورو سيمو  او ولسواليو ته هم وغځول شي.

په تخار کې د ښوونځيو د شوراګانو بنسټ ايښودونکي استاد کريم الله دانش پژواک ته وويل چې د تخار ولايت په ټولو ښوونځيو کې دغه شوراګانې شتون لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه شوراګانې په اختياري ډول جوړې شوې تر څو د پوهنې له بهيره ملاتړ وکړي او د ښوونځيو په ساتنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

هغه زياته کړه: ((دغه شوراګانې اختياري جوړې شوې دي، معاش نه لري خو اوس چې د المان هېواد غواړي معاش ورکړي نو دا ډېر ښه کار دى.))

د پوهنې وزارت له لوري په ١٣٨٣کال کې د ښوونځيو د شوراګانو لړۍ پيل شوې چې اوسمهال په ډېرو ښوونځيو دغه شوراګانې شتون لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.