کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩٤): د پوهنې وزارت موندنې ښيي، چې د ٥٢٤ ښوونځيو د جوړولو په چارو کې اختلاس شوى او يا هم قرارداد کوونکي شرکت د پروژې د ټولو پيسو په ترلاسه کولو سره خپل کار پاى ته نه دى رسولى.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي دغه موضوع نن په کابل کې د "ټولنيز خوځښت او د پوهنې شوراګانو تنظيم" تر نوم لاندې په ناسته کې ياده کړه.
هغه وويل: "د پوهنې وزارت د تېرو شپږو مياشتو څېړنې ښيي چې د ٥٢٤ ښوونځيو قراردادونه تر سره شوي او قراردادي پيسې ترلاسه کړې، خو د ښوونځيو ودانۍ تر اوسه هم نيمګړې پاتې دي."
د پوهنې وزير زياته کړه: "دغه کار بېلابېل لاملونه لري، يا قراردادي تښتېدلى، يا هم د ښوونځي د جوړېدو لپاره پيسې په سم ډول نه دي رسېدلې او يا اختلاس شوى دى."
بلخي وويل: "په بېلابېلو ولايتونو کې د ښوونځيو سيمه ييزو شوراګانو١١٠ نور ښوونځي هم شته، چې د ځينو ښوونځيو کار تر ٧٠ سلنې پورې پرمختللى، د ځينو يې هم پنځوس سلنه او په يو شمېر يې ان هېڅ کار هم نه دى شوى، خو پيسې يې سل په سلو کې اخيستل شوې دي."
د پوهنې وزير په وينا، ټول هغه اسناد چې په دغو ښوونځيو کې په اختلاس پورې اړوندېږي، ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوي او نوموړي د هغو کسانو په اړه د عدالت د ټينګښت غوښتنه کړې، چې په دغه اختلاس او خيانت کې لاس لري.
حنيفي بلخي د پوهنې وزارت د پخواني مشرتابه پر کمزورتيا د نيوکې ترڅنګ وويل، د پخواني وزير په وخت کې پر دې سربېره چې د وزارت په ګودامونو کې سلګونه زره جلده کتابونه موجود وو، خو بيا هم پر زده کوونکو نه دي وېشل شوي.
د پوهنې پخواني وزير په واکمنۍ کې د مشرتابه د کمزورتيا او اختلاس په اړه د پوهنې وزارت نوې موندنې په داسې حال کې اعلانېږي، چې د پوهنې پخواني وزير فاروق وردګ د دغو تورونو د ردولو ترڅنګ، په دې اړه د شواهدو او مدارکو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
له دې وړاندې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړې څېړنې دفتر هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.
سيګار د امريکا له نړيوالې پراختيايي ادارې (login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن