ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مارجه کې امنيتي ځواکونه او طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

په مارجه کې امنيتي ځواکونه او طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

author avatar
6 Jan 2016 - 12:15
په مارجه کې امنيتي ځواکونه او طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
author avatar
6 Jan 2016 - 12:15

لښکرګاه (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٤): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواکونه او وسله وال طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمدرسول ځاځي د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو په مارجې ولسوالۍ کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په پايله کې ٣٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

ده وويل چې د مارجې ولسوالۍ لار هم له ماينونو پاکه شوې او اوس خلک کولاى شي چې تګ راتګ پرې وکړي.

تر دې وړاندې مارجې ته خلکو تګ راتګ د ناوې ولسوالۍ له لارې کاوو.

ځاځى وايي چې په عملياتو کې عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمود اشنا هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه مارجې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات کړي دي.

ده وويل چې د يادو عملياتو پر مهال ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دغه عمليات اوس هم روان دي.

اشنا وايي چې له دغو عملياتو سره اوسمهال د مارجې ولسوالۍ ډېرې سيمې د افغان امنيتي ځواکونو په واک کې راغلې دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم وايي چې په مارجه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

ده وويل چې د يادو نښتو پر مهال طالبانو ګڼو افغان او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

احمدي په دې جګړه کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.