ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېوادوالو تېره شپه د کرکټ د بریا جشن ونیو

هېوادوالو تېره شپه د کرکټ د بریا جشن ونیو

author avatar
7 Jan 2016 - 12:26
هېوادوالو تېره شپه د کرکټ د بریا جشن ونیو
author avatar
7 Jan 2016 - 12:26

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٤): زرګونو هېوادوالو تېره شپه د ژمي په دې سړه هوا کې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې پر وروستۍ بريا جشنونه وکړل، په ډولونو او اتڼونو يې ولمانځله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه ناوخته د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې د زمبابوې لوبـډلې ته په پنځمه او وروستۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې ماتې ورکړه او د دې سياليو لړۍ يې درې پر دوو لوبو وګټله.

افغانستان چې د کرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې غړى هېواد دى، د کرکټ په تاريخ کې لومړى هېواد شو چې د لومړۍ درجې له غړي هېواده دوه ځلې پرله پسې د يو ورځني کرکټ لړۍ ګټي.

د افغان ملي لوبغاړي ګلبدين نايب په زړه پورې لوبه د دې لامل شوه چې زمبابوې له ماتې سره مخ شي، له دې بريا سره سم د هېواد په پلازمېنه کابل او ګڼو نورو ولاياتو کې د شپې په دوولسو بجو خلک سړکونو او لارو کوڅو ته راووتل او په اتڼونو او ډولونو یې دغه بريا ونمانځلو.

سره له دې چې څو ورځې مخکې د کورنيو چارو وزارت له خوا د ډزو نه کولو په اړه اعلاميه خپره شوې وه، خو بيا هم بېګا په کابل او ولايتونو کې سختې هوايي ډزې وشوې، خو تر اوسه د چا د ژوبلېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

سلګونه هېوادوال د کابل ښار د چمن حضوري تر څنګ د افغانستان کرکټ بورډ مخې ته له ملي بيرغونو سره راټول شوي وو او د تېرې شپې د بريا جشن يې ونمانځه.

د شاهدالله په نوم يو کس چې له کارته نو څخه راغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((افغانان د خوښیو له ډېرو کمو شېبو سره مخ کېږي، همدا د کرکټ لوبغاړي دي چې کله کله خوښي راکوي.))

د کابل ښار د کوټه سنګي سيمې ته هم لسګونه ځوانان راټول شوي وو او د ملي لوبډلې په بريا يې خوښي لمانځله.

د ادريس احمد په نوم يوه ځوان پژواک اژانس ته وويل: ((زه خپله خوښي نه شم بيانولى، دا ډول خوښۍ په ژوند کې ډېرې کمې راپېښېږي.))

په کندهار کې د پژواک خبري اژانس خبريال بشير نادم وايي چې د افغانستان له بريا سره سم د کندهار زرګونه ځوانان واټونو ته راووتل او د شپې تر ناوخته يې د دې خوښۍ جشن ونمانځه.

هغه زياتوي، د کندهار ښار د بېلابېلو سيمو زرګونو اوسېدونکو چې پر خپلو موټرو يې ملي بيرغونه رپولي وو، کرکټ ته ويل شوې سندرې يې غږولې، د ښار پر بېلابېلو واټونو وګرځېدل او د خوښۍ اتڼونه يې کول.

د کندهار ښار يوه ځوان خان انصاري د کرکټ د دې وروستۍ بريا په اړه پژواک اژانس ته وويل، د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې دويم ځل د کرکټ په تاريخ کې ريکارډ جوړ کړ او افغانانو ته يې بيا خوښۍ ور په برخه کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.