ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ژمى د امنيتي ګواښونو له منځه وړلو لپاره ښه موکه ده”

“ژمى د امنيتي ګواښونو له منځه وړلو لپاره ښه موکه ده”

author avatar
7 Jan 2016 - 19:34
“ژمى د امنيتي ګواښونو له منځه وړلو لپاره ښه موکه ده”
author avatar
7 Jan 2016 - 19:34

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٤): دولسو واليانو په خپلو اړوندو ولايتونو کې د امنيتي وضعيت له ښه کېدو څخه خبر ورکوي او وايي، که سږکال د سولې خبرې وشي او سترې سيمه ييزې پروژې پلې شي، په هېواد کې به جګړې کمې شي.

د غزني، فارياب، بادغيس، ميدان وردګو، خوست، تخار، سرپل، نورستان، بغلان، سمنګان، فراه او کابل واليانو له ولسمشر او وزيرانو سره له کتو څخه او په کابينې کې د ګډون او په خپلو ولايتونو کې د ستونزو او لومړيتوبونو له وړاندې کولو وروسته، نن په خبري ناسته کې ګډون وکړ.

د فراه والي اصف ننګ وويل، د ولسمشر او  کابينې له وزيرانو سره د واليانو ملاقات کې د حکومتولۍ او قانون ټينګښت، امنيت او د زېربناوو پراختيا او پرمختيايي چارو په اړه د واليانو پر طرحو بحث وشو او دوى ته په اړوندو ولايتونو کې د څرګند نقش پر ورسپارلو، تصميم نيولو او د اړوندو پروګرامونو پر څارنې او پاليسۍ ټينګار وشو.

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات هم وويل، د وزيرانو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سږکال ژمي موسم کې دې د امنيت د ټينګښت په برخه کې ډېر کار وشي، د خلکو او سيمه ييز حکومت تر منځ دې همغږي پياوړې شي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت په دې ولايت کې د امنيتي وضعيت ښه کېدو په اړه وويل، سرپل يو زيانځپلى ولايت دى او امنيتي ځواکونه په څلورو استقامتونو کې له وسله والو مخالفينو سره په جګړو اخته دي؛ خو وضعيت د تېر په پرتله کنټرول شوى او يواځې کوهستانات ولسوالۍ لا هم د طالبانو په ولکه کې ده.

وحدت ټينګار وکړ چې افغانستان له سترې سيمه ييزې توطيې سره مخامخ دى او دښمن هم غښتلى دى چې سترګې ترې نه شو پټېداى.

نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې امنيتي ځواکونه چمتو دي څو په ټول توان سره د وسله والو مخالفينو په وړاندې جګړه وکړي، زياته کړه چې ولايتونو کې امنيتي او نظامي حالات د سيمې له سياسي او سيمه ييز وضعيت سره تړاو لري.

د وحدت په وينا، که روان کال کې د سولې خبرې اترې او سترې سيمه ييزې پروژې عملي شي، افغانستان کې به جګړې يوه اندازه کابو شي؛ له دې پرته به جګړې د هېواد نورو سيمو ته هم وغځېږي.

د بغلان والي عبدالستار بارز وويل، د کندوز ناامنيو لمن نورو ولايتونو ته هم غځېدلې ده، وسله وال مخالفين د بغلان په ځينو سيمو کې فعاليت کوي چې دا ټولې ستونزې يې په جزئياتو له ولسمشر، امنيت شورا، کابينې او سکتوري وزارتونو سره شريکې کړې دي.

بارز زياته کړه: "خلکو ته ډاډ ورکوم چې د ټولو امنيتي ننګونو له منځه وړلو لپاره ځانګړي او ډاډمن پروګرامونه تر لاس لاندې لرو چې په عملي کېدو به يې په دې ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شي."

د تخار والي محمد ياسين ضياء هم وويل، له کندوز سره ګاونډ کې درې ولسوالۍ چې د طالبانو اډه ګڼل کېده، تصفيه شوه او لږ ستونزې شته چې ډېر ژر به هوارې شي.

خو نوموړي زياته کړه چې ستونزې د ټوپک شپېلۍ پرمټ نه هوارېږي، بايد ټولنيز عدالت تامين شي، څو خلک له حکومت سره همکاري وکړي او د حکومت پيغام هم دا دى چې د ولسونو او حکومت تر منځ واټن لنډ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.