جلال اباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۴): د کرنې او مالدارۍ وزير وايي چې د ننګرهار ولايت د کانال پروژې د ځمکو اوږدمهاله قراردادونو څرنګوالی څېړي.
د کرنې وزير اسدالله ضمير د مرغومي په ۱۷مه ننګرهار ولايت ته سفر وکړ او د ولايت په مقام يې د يوې غونډې پر مهال د کرنې او مالدارۍ په برخه پر ځينو مسايلو او چارو له ځايي چارواکو سره خبرې وکړې.
ضمير، د ننګرهار والي او د ولايتي شورا غړو له لوري د کانال پروژې د ځمکو د "اوږدمهاله غير قانوني قراردادونو" څرنګوالی د څېړنې تر غوښتنې وروسته وويل، چې " دا مسئله څېړم او څرنګوالی يې معلوم."
وزير زياته کړه: ((د کرنې وزارت اړوند د ځينو ځمکو قراردادونه شوي چې د پخواني ولسمشر د فرمان پر بنسټ يې تر ۱۲ پورې هغه لغوه شوي، همدا شان د لسو دغسې قراردادونو د بيا وړانديز غوښتنه شوې، خو موږ نه دي تمديد کړي.))
بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په ياده غونډه کې غوښتنه وکړه، چې د کرنې وزارت دې د ننګرهار کانال پروژې په بيارغونه کې کوټلي ګامونه واخلي او خراب شوي فارمونه دې ورغوي.
د ننګرهار د کانال پروژه زرګونه هکټاره ځمکه لري چې پر کرنيزې ځمکې سربېره پرې د ستروسو او زيتونو باغونه ولاړ دي خو په کورنيو جګړو کې يې د ځينو برخو د خرابېدو له امله اوس بيارغونې ته اړتيا لري.
د ځمکو غصب، د فارمونو خرابېدل او د څو تنو ملي سوداګرو له لوري يې په ۹۰ کاله د ځينو ځمکو اوږدمهال قراردادونه د دې کانال تر ټولو سترې ستونزې بلل کېږي.
د ننګرهار والي د کرنې له وزيره وغوښتل: ((د کانال پرژوه بايد بيا ورغول شي، د قراردادونو مشکل يې حل شي او څينې خراب فارمونه بايد جوړ شي.))
والي په خپلو خبرو کې غوښتنه وکړه چې د کرنې وزارت دې په ننګرهار کې مالدارۍ ، کرنې او د سبزيجاتو د کرکيلې او مارکيټ په تړاو ځانګړې پاملرنه وکړي.
د وزيرانو شورا د دارلانشاء رييس نصرالله ارسلايي د ورته غوښتنو تر څنګ وويل: ((د کانال پروژې سلګونه جريبه ځمکه غېرې قانوني په قرارداد ورکړل شوې، دا مسئله به د وزيرانو په شورا کې بحث شي.))
ارسلايي يادونه وکړه چې لا هم د کانال په ګډون په جلال اباد کې ځمکې غصبېږي او بايد د دې چارې مخنيوی وشي.
د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني بيا يادونه وکړه: ((د کانال د پروژې ځمکې غصب شوي بايد پوښتنه يې وشي او همدا شان د قراردادونو مسله يې هم بايد جدي ونيول شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن