ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني له امریکا د افغان هوايي او نورو ځواکونو د ښه تجهیز غوښتنه وکړه

ولسمشر غني له امریکا د افغان هوايي او نورو ځواکونو د ښه تجهیز غوښتنه وکړه

author avatar
8 Jan 2016 - 10:40
ولسمشر غني له امریکا د افغان هوايي او نورو ځواکونو د ښه تجهیز غوښتنه وکړه
author avatar
8 Jan 2016 - 10:40

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٤): ولسمشر غني د امريکا د سنا مجلس له پلاوي سره په کتنه کې وويل چې ترهګري پراخ سیمه ییز او نړیوال خطر دی او افغانستان له دغه خطر سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.

پژواک خبري اژانس ته د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني تېر ماښام د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د ريیس باب کراکر په مشرۍ د امریکا د سنا مجلس له پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه د دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.

سناتور باب کراکر د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د خپل هېواد په ځانګړي ډول د امریکا کنګرې په ملاتړ ټینګار وکړ او ويې ویل، د ثبات د تامین، اقتصادي ودې او همدارنګه د اصلاحاتو په برخو کې د افغانستان دولت د اقداماتو ملاتړ کوو.

له ولسمشر اشرف غني سره په پوځي او د اقتصادي ودې په برخو کې د مرستو د تداوم په خاطر د امریکا کنګرې له ملاتړ څخه مننه وکړه.

ده ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په ګډو ګټو او ګواښونو ولاړې دي.

ولسمشرغني زیاته کړه چې ترهګري پراخ سیمه ییز او نړیوال خطر دی او له دې ښکارندې سره مبارزه سیمه ییزو او نړیوالو ستراتیژیکو همکاریو ته اړتیا لري او افغانستان له دغه خطر سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.

نوموړي په پای کې وویل: ((اغېزمن هوایي ځواک ته د افغانستان د جدي اړتیا په دلیل، موږ د تجهیزاتو پوره کولو ته چې الوتکې او چورلکې هم په کې شاملې دي، اړتیا لرو او په دې برخه کې د امریکا او د هغه هېواد د کانګرېس د همکارۍ غوښتونکي یو.))

دا په داسې حال کې ده چې هندوستان په دې وروستیو کې افغانستان ته څلور جنګي چورلکې ورکړې او امريکا هم ژمنه کړې چې افغانستان ته څو جنګي الوتکې ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.