ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتیکا کې له ۹۰۰ کسانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

په پکتیکا کې له ۹۰۰ کسانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

author avatar
8 Jan 2016 - 15:10
په پکتیکا کې له ۹۰۰ کسانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه
author avatar
8 Jan 2016 - 15:10

ښرنه (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۴): په پکتيکا ولايت کې په داسې حال کې له شاوخوا ٩٠٠ کسانو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه چې چاوراکي وايي چې ازموينه رڼه وه او د هېڅ يوه زده کوونکي حق به ونه خوړل شي.

ازموينه نن (د مرغومي ١٨مه) د ولايت په مرکز ښرنه کې د دوولسمو ټولګيو له فارغينو واخيستل شوه.

د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی ګل الرحمن چې په ازموينه کې یې ګډون کړی و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ازموينه تر ډېره ښه وه او زده کوونکو په يو ارام چاپېريال کې پوښتنې ځواب کړې.

ده له سيمه ييزې ادارې مننه وکړه چې د ازموينې لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي وو او ازموینې ته یې د ښې فضا زمینه برابره کړې وه.

د پکتيکا والي امين الله شارق وويل چې د کانکور په دې ازموينه کې هېڅوک حق نه لري لاسوهنه وکړي او يا هم بېځايه زده کوونکو ته ستونزې جوړې کړي.

هغه وايي چې ازموينه د ۱۳۹۴ لمريز کال د دوولسمو ټولګيو له فارغینو چې شمېر يې ۹۰۰ تنو ته رسېږي، واخيستل شوه.

شارق د ازموينې د بشپړ شفافيت ډاډ  ورکړ او ويې ويل: ((د هېڅ يوه زده کوونکي حق به ونه خوړل شي.))

له کابل څخه د راغلي پلاوي په ډله کې چې مشري يې استاد رسولي کوله وويل چې دغه ازموينه له هر ډول درغليو پاکه ده او هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي چې د ازموينې فضا ګډوډه کړي.

قومي مشر وکيل بادشاه خان له چارواکو وغوښتل چې د زده کوونکو لپاره د ازموينې وخت بايد لږ ډېر شي؛ ځکه چې د دغه ولايت چاپېريال له نورو ولایتونو سره توپير لري.

د يادونې ده، تر اوسه په باميانو، دايکنډي، بدخشان او يو شمېر نورو ولايتونو کې د کانکور ازموينه اخيستل شوې او چارواکي وايي چې ازموينه به راتلونکې مياشت په کابل کې هم واخيستل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.