کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی۹۴): افغانستان د کرکټ په شل اووریزه نړیواله لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه، او د دوو لوبو لړۍ کې یو مخکې شو.
دا لوبه د مرغومي په ۱۸ مه، د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې ترسره شوه.
افغانستان ددې لوبې پچه وګټله او لومړۍ يې توپوهنه پیل کړه، شهزاد محمدي اوعثمان غني ډیره ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړه . دواړو په پنځو اورونو کې تر۵۰ زیاتې منډې جوړې کړې، خو شهزاد په ۳۳ او غني په ۴۲ منډو وسوځید، ورپسې ګلبدین نایب یوځل بیا په زړه پورې لوبه وکړه او ۳۷ منډې یې جوړې کړې، نبي په ۲۴منډو وسوځید، دغه راز افغانستان زمبابوې په ۲۰ اورونو کې د ۱۸۸منډو هدف ورکړ.
د زمبابوې لوبډله ونه شو کړای یاد هدف ترلاسه کړي او د اوو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۸۲ منډې جوړې کړې، دغه راز افغانستان دا لوبه په پنځو منډو وګټله.
ګلبدین نایب ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې افغانستان د يو ورځنيو لوبو لړۍ درې پر دوه لوبو ګټلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن