ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل شوي

د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل شوي

author avatar
9 Jan 2016 - 14:50
د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل شوي
author avatar
9 Jan 2016 - 14:50

تالقان (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٤) : د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې له وسله والو طالبانو څخه د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

ددغه ولايت د والي وياند سنت الله تېمور د مرغومي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه عمليات چې له تېر ماښام راهيسې پيل شوي،  تر اوسه دواړو لوريو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

تېمور وايي چې د ينګي قلعه ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري د نومول شوي ولسوال مولوي بصير طلحه او په درقد کې د طالبانو د يوه نظامي مشر مولوي ګل حيدري په ګډون ۲۲ نور طالبان وژل شوي دي.

هغه وايي ددغو عملياتو په لړ کې چې هوايي ملاتړ يې هم کېږي، د درقد ولسوالۍ دوه مهمې او ستراتيژيکې سيمې اسلام اباد او شفتالوبوز چې د طالبانو مهم مورچلونه په کې وو، د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

د تخار د والي وياند وايي، چې په دغو عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو يو سرتېری وژل شوی او څلور نور امنيتي کسان ژوبل شوي دي.

تيمور زياتوي : ((په دې عملياتو کې په شمال ختيځ کې د ۸۰۸ سپين زر زون قوماندان جنرال مراد علي مراد، د تخار والي محمد ياسين ضياء، امنيه قوماندان مل پاسوال نور محمد حکيمي هم ګډون لري او موږ هڅه کوو چې ياده ولسوالۍ د طالبانو له ولکې څخه خلاصه کړو.))

په همدې مهال بيا د درقد ولسوال عبدالغفور پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان نور د امنيتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت نه شي کولی.

د هغه په وينا، د پيل شويو عملياتو په لړ کې به ياده ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

د يادې ولسوالۍ د قغني سيمې يو تن اوسېدونکي نجم الدين پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د درقد په ډېرو سيمو کې مرمۍ لګېدې .

نوموړی وايي چې ګڼ شمېر توغندي هم د خلکو پر کورونو لکېدلي دي.

ده زياته کړه : ((له تېر ماښام راهيسې د درقد پر ډېرو سيمو مرمۍ را اوري، ډي سي توپ  يې موږ ډېر په وېره کې کړي يو، نور نه معلومېږي چې څوک مخ ته تللي او څوک شاته تللي.))

بلخوا وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د حکومت لخوا پيل شوي عمليات يې په شا تمبولي او ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.