فراه (پژواک،١٩ مرغومی۹۴): په تېر مالي کال کې د فراه عوايد څه باندې څلور ميليارده او ٣٢٩ ميليونه افغانيو ته رسېدلي او د وړم کال په پرتله څه باندې ٦٥ سلنه لوړوالى ښيي.
د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پيليږي.
د فراه د ګمرک رياست سرپرست تازه ګل طالع پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٣٩٤ مالي کال کې د دې ولايت د ګمرک عوايدو ته څه باندې درې ميليارده او ٤٠٧ مېليونه افغانۍ هدف ټاکل شوى و، خو څه باندې څلور ميليارده او ٦٢ ميليونه افغانۍ عوايد يې راټول کړل.
د هغه په وينا، دغه عوايد د هغو ودانيزو، خوراکي او کرنيزو توکو دي چې په فراه کې د شيخ ابو نصر فراهي بندر له لارې هېواد ته راوړل شوي دي.
د ده د معلوماتو له مخې، وړم کال د فراه د ګمرک عوايدو ته څلور ميليارده او ١٣٠ مېليونه افغانۍ هدف ټاکل شوى و، خو څه باندې دوه ميليارده او ٤٢٤ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شول.
تازه ګل طالع د سوادګرۍ د کچې زياتوالى، د توکو له قاچاق څخه مخنيوی او له فساد سره مبارزه د وړم کال په پرتله د عوايدو د ډېروالي لاملونه بولي.
د فراه مستوفي عبدالهادي باور وايي چې د فراه د مستوفيت عوايد هم ډېر شوي دي.
ده وويل چې په تېر مالي کال کې نږدې ٢٤٠ ميليونه افغانۍ هدف ورکړل شوى و، خو څه باندې ٢٦٧ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شول.
عبدالهادي باور د تېر کال د باقياتو ترلاسه کول، د مالياتو د راټولولو ښه تنظيم او د لوړ تناژ موټرو معياري کول د عوايدو د ډېروالي لامل شوي دي.
هغه وويل:"موږ وکولی شول چې د والي صاحب په همکارۍ د موټرو تناژ کنټرول او ستنډرډ کړو، مثلا پخوا د څلورو موټرو بار په يوه موټر کې ښار ته د ننه کېده چې د درېيو موټرو بار به نه محصول کېده"
باور وويل چې د ترانسپورټ، مخابراتو، پاسپورټ، ترافيک او نور د فراه مستوفيت عمده عايداتي سرچينې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن