ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښايي د سولې دويم پړاو خبرې په راتلونکې يوې مياشت کې ترسره شي

ښايي د سولې دويم پړاو خبرې په راتلونکې يوې مياشت کې ترسره شي

author avatar
9 Jan 2016 - 15:02
ښايي د سولې دويم پړاو خبرې په راتلونکې يوې مياشت کې ترسره شي
author avatar
9 Jan 2016 - 15:02

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٤) : حکومت ته نږدې سرچينې وايي چې د سولې په اړه د اسلام اباد په راتلونکې غونډه کې به د پروسې پر ماهيت، مېکانېزم او پلان باندې بحث او تصميم نيول کېږي.

د سولې لومړى پړاو خبرې  د ١٣٩٤ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې په اسلام اباد کې  ترسره شوې ، ټاکل شوې وه دويم پړاو خبرې يوه مياشت وروسته ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې له امله دا لړۍ وځنډېده.

خو تېره مياشت په اسلا م اباد کې د اسيا زړه کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا ترمنځ په څلور اړخيزه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دا لړۍ له سره پيل شي.

ټاکل شوې ده چې د مرغومي په ٢١مه، د دوشنبې په ورځ د سولې دويم پړاو خبرو د مېکانېزم جوړولو په موخه ياده څلور اړخيزه غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي.

د افغانستان حکومت ته يوې نږدې سرچينې د مرغومي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اسلام اباد په دغه غونډه کې به د سولې پروسې پر ماهيت، ميکانېزم او پلان بحث  او تصميم ونيول شي.

سرچينه زياتوي : (( پاکستان بېړه کوي چې دا پروسه ژر پيل شي، خو زموږ غوښتنه داده چې د سولې د خبرو لپاره د پلان جوړولو ترڅنګ د هغو عناصرو پر وړاندې د اقداماتو پلان هم د پاکستان لخوا ترتيب شي، چې د سولې له پروسې سره نه يو ځاى کېږي.))

دا چې د سولې دويم پړاو خبرې کله پيلېږي، يادې حکومتي سرچينې وويل، چې ممکن د روان زېږديز کال  د جنورۍ په وروستيو يا د فرورۍ په لومړيو کې  تر سره شي .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به د سولې پروسه يوه معلوم پړاو ته رسېږي، که تر دې پورې يې کومه مثبته پايله ورنه کړه، نو په پسرلي کې به پراخ پوځي عمليات پيل شي .

سرچينه زياتوي، د يادو عملياتو لپاره سر له اوسه چمتووالى روان دى.

د حکومتي سرچينې د معلوماتو له مخې، د امريکا د متحدو ايالتونو د سنا پلاوي چې وړمه ورځ يې ولسمشر غني سره وليدل، د سولې پر راتلونکو غونډو خبرې وشوې او پر دې ټينګار وشو چې د افغانستان د حکومت لومړيتوب خپله دفاع او جګړه ده، دويم لومړيتوب يې سوله او مذاکره ده.

سرچينه زياتوي : (( د سولې د خبرو ترڅنګ عمليات به هم روان وي، ځکه چې تر اوسه افغان حکومت د پاکستان لخوا د همکارۍ بشپړ ډاډ نه دى ترلاسه کړى.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اسلام اباد تر راتلونکې غونډې او د سولې دويم پړاو خبرو کې به معلومه شي، چې پاکستان څومره همکاري کوي او ايا باور پرې وشي او که نه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.