ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې د خبرو لپاره بايد درېيمګړى پلاوى وټاکل شي”

“د سولې د خبرو لپاره بايد درېيمګړى پلاوى وټاکل شي”

author avatar
10 Jan 2016 - 18:10
“د سولې د خبرو لپاره بايد درېيمګړى پلاوى وټاکل شي”
author avatar
10 Jan 2016 - 18:10

کابل( پژواک، ٢٠ مرغومی ۹۴): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، د افغان دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې د خبرو لپاره بايد درېيمګړى پلاوى چې دواړو خواوو ته د منلو وي، وټاکل شي.

د وسله والو طالبانو او ځيني افغان سياسي څېرو او دولتي کسانو تر منځ په ناروې، قطر، متحده عربي امارات او چين کې خبرې وکړې، خو د روان لمريز کال د زمري په اتمه د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې خبر تر خپرېدو وروسته دغه لړۍ په ټپه ودرېده.

خو شاوخوا يوه مياشت مخکې په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان، پاکستان، امريکا متحده ايالتونو او چين په څلور اړخيزه ناسته کې هوکړه وشوه چې له وسله والو مخالفينو سره به د سولې خبرې بيا پيليږي.

  ټاکل شوې د څلورو يادو هېوادونو استازي سبا د سولې د خبرو په تړاو په پاکستان کې ناسته وکړي   او تر هغه شاوخوا يوه مياشت وروسته د يادو هېوادونو د استازو په شتون کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو استازي د سولې خبرې پيل کړي

د مشرانو جرګې غړي طيبه زاهدي، نن د جرګې په عمومي ناسته کې د سولې له خبرو ملاتړ وکړ خو ويې ويل اړينه ده چې د اسلام اباد په ناسته کې د سولې د خبرو لپاره درېيمګړى پلاوى وټاکل شي.

زاهدي وايي چې دغه پلاوى بايد دواړو لوريو ته د منلو وړ وي.

هغې ونه ويل چې دا پلاوى بايد څو کسيز وې، خو زياته يې کړه چې د سولې شورا ښې لاسته راوړنې نه لري او بايد ياد پلاوى د سولې د شورا ځاى ونيسي.

د مشرانو جرګې بل غړي عبدالباقي بريال هم وويل چې د سولې د خبرو لپاره دې درېيمګړى پلاوى وټاکل شي.

دى وايي، چې د دې پلاوي غړي بايد دواړو لوريو ته د منلو وړ وي.

هغه زياته کړه:"سوله زموږ يو ارمان ده، خو متاسفانه چې تر اوسه ورته په صادقانه ډول کار نه دى شوى."

د دې جرګې بل غړي حسيب الله کليمزي وويل چې افغانستان د جګړو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دى او په کار ده چې د سولې لپاره اړينې هڅې وشي.

دى هم ټينګار کوي چې د سولې لپاره بايد له بې پرې کسانو يو پلاوى جوړ شي تر څو د سولې د ټينګښت لپاره په اخلاص هڅې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.