ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې شرکت ته د څلورو تصديو د حقوقي شخصيت د بدلون طرحه تصويب کړه

مشرانو جرګې شرکت ته د څلورو تصديو د حقوقي شخصيت د بدلون طرحه تصويب کړه

author avatar
10 Jan 2016 - 17:52
مشرانو جرګې شرکت ته د څلورو تصديو د حقوقي شخصيت د بدلون طرحه تصويب کړه
author avatar
10 Jan 2016 - 17:52

کابل(پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): په دولتي شرکتونو د بغلان بورې، هلمند ودانيزې، سپين غر ودانيزې او امنيتي تصديو د حقوقي شخصيت بدلون د مشرانو جرګې لخوا تصويب شو.

د مشرانو جرګې د مالي، بوديجوي او ملي اقتصاد کمېسيون مشرې په دې اړه د ولسي جرګې مصوبه نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زياته کړه چې شرکت ته ددې څلورو يادو شوو تصديو د حقوقي شخصيت د بدلون طرحه په ١٣٩٢ لمريز کال کې د وزيرانو شورا او شاوخوا يوه مياشت وړاندې د ولسي جرګې لخوا تصويب شوې ده.

هغه زياته کړه چې تصدۍ د ماليې وزارت تر اثر لاندې فعاليت کوي، خو که چېرته يې حقوقي شخصيت شرکت ته بدلون وکړي، نو خصوصي سکتور هم په کې ونډه اخيستلى شي.

هغه وويل چې شرکت مديره پلاوى او عامل پلاوى لري او په اړوندو چاروکي خپلواک دى، خو دولت ته به ځواب وايي.

د هغه په خبره، شرکت ته د تصدۍ د شخصيت بدلون سره تمويل کوونکي او بېلابېلې ادارې حاضرېږي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي، ځکه چې د شرکت په چوکاټ کې ددې کار لپاره زمينه مساعده کېږي.

هغه وويل چې د ولسي جرګې د مصوبې له مخې، د امنيتي تصدۍ حقوقي شخصيت د دولتي عامه ساتنې پر امنيتي شرکت او درې نورې تصدۍ هم دولتي شرکت ته بدلون مومي.

بلاخره په شرکتونو د يادو تصديو د حقوقي شخصيت بدلون د مشرانو جرګې د رايو په اتفاق سره تاييد شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.