لښکرګاه (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): د هلمند چارواکي وايي چې ځانګړو امنيتي ځواکونو په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو د ماين جوړونې کارخونې له منځه وړې او شپږ طالبان يې هم وژلي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په حيدر اباد سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړونې دری کارخونې له منځه وړل شوې دي.
ځواک زياته کړه: ((وسله والو ترهګرو په یادو کارخانو کې د بېګناه خلکو د ژوند اخيستنې لپاره هلې ځلې کولې خو زموږ امنیتي ځواکونو بری ترلاسه کړ او په دومره لویه کچه یې د هغوی د ماین جوړوني کارخونې له منځه یووړې.))
د ځواک په وينا چې د دغو عملياتو په لړ کې شپږ طالبان هم وژل شوي او شپږ نور د امنيتي ځواکونو له لوري ژوندي نيول شوي دي.
هغه دا هم وويل چې د دغه ولايت په ځینو ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پوځي عمليات روان دي.
دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمود اشنا هم پژواک ته وويل چې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په حيدراباد سيمه کې عمليات کړي دي.
ده وويل چې په عملياتو کې د وسله والو دری د ماين جوړولو کارخونې له منځه وړل شوې، دری طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو د يادو کارخونو او عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سيمه کې يوه پوسته نيولې ده.
هغه وايي چې د يادې پوستې د نيونې پر مهال ١٣امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
هغه دا هم وويل چې د همدې ولسوالۍ په شمالي انجنیر سيمه کې طالبانو د امنيتي ځواکونو يو ټانګ له منځه وړی دی او دری امنيتي سرتېري يې وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن