ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر په ننګرهار کې د داعش پرضد د هوايي او ځمکنيو عملياتو امر وکړ

ولسمشر په ننګرهار کې د داعش پرضد د هوايي او ځمکنيو عملياتو امر وکړ

author avatar
10 Jan 2016 - 15:50
ولسمشر په ننګرهار کې د داعش پرضد د هوايي او ځمکنيو عملياتو امر وکړ
author avatar
10 Jan 2016 - 15:50

جلال اباد (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي، داعش د افغانستان په ټولنه کې ځاى نه لري او حکومت  به د دې ډلې د ځپلو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن د مرغومي په ٢٠مه، ننګرهار ته په سفر کې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ختيځو ولايتونو له چارواکو او قومي مشرانو سره په غونډه کې وکړې.

ننګرهار ولايت ته له ولسمشر سره په دې سفر کې د کابينې ځينو چارواکو، د کورنيو چارو وزير او  لوى درستيز ملتيا کوله.

ولسمشر غني يادې غونډې ته په خپله وينا کې له ختيځوالو مننه وکړه، چې په سيمه ييزو ادارو کې يې د بدلون غوښتنه کړې او دی به پرې اقدام وکړي.

ده زياته کړه: ((داعش زموږ په ټولنه کې ځای نه لري، مرګ يې غواړو، امنيتي سرتېرو او ۲۰۱ سېلاب قول اردو ته امر کوم، چې پر ضد يې هوايي او ځمکنيو عملياتو ته دوام ورکړي.))

ولسمشر همدا شان د ننګرهار امنيه قوماندان ته امر وکړ، چې د کانال د غاصبينو لېست جوړ کړي او له محکمې يې د نيولو امر واخلي؛ که دا کار نه شي کولی، و دې وايي  چې بدل يې کړي.

هغه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ته هم امر وکړ، چې د کانال د ځمکو د غاصبينو په مخنيوي کې د ننګرهار له امنيه قوماندان سره همکاري وکړي او اردو ته امر وکړه، چې ويې ولي.  

اشرف غني وويل،چې په لومړيو کې خلکو ترې د احتياط غوښتنه کړې وه، خو اوس چې خلک ترې د چټک کار غوښتنه کوي، نو دوى به چټک کار وکړي.

ده زياته کړه: ((د کونړ او ننګرهار لپاره پلاوي ټاکم، چې د ادارو چارو  څېړنه وکړي او بدلون په کې راولو.))

نوموړي د ختيځو ولايتونو د خلکو او ځوانانو د هغو قربانيو ستاينه او مننه وکړه، چې د ملي ځواکونو په ليکو کې يې ورکړې دي او يو ځل بيايې اعلان وکړ، چې د ملي ځواکونو د وژل شويو سرتېرو کورنيو ته به کورونه جوړوي او نور امتيازات به هم ورکوي.

ولسمشر غني وويل: ((زه د همدې ځوانانو د قربانيو له برکته ولسمشر يم.))

هغه څرګنده کړه، چې په ننګرهار کې به د ختيځ په کچه د علماوو يو مرکز هم جوړ شي،  تر دې وروسته به څوک په صحرايي محکمو کې پرېکړې نه  شي کولی. ملي پاڅونونه په اسلامي او ملي ژمنو باندې درېدلي وي، صحرايي محکمې د منلو وړ نه دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.