جلال اباد (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دری ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د کامې ولسوالۍ د ميرزا کلا په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د چاودنې موخه د ملي اردو ځواکونه وو، د هغوى موټرو ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو له ساحې یو تېرېدونکی موټرسايکل ورسره مخ شوی دی.
خوږياڼى وايي چې د چاودنې له امله پر موټرسايکل سپاره دری کسان وژل شوي او موټرسايکل يې هم له منځه تللى دى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن