مزارشريف (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۴): د بلخ د يو شمېر مدني ټولنو فعالانو او د ولايتي شورا وکيلانو په یوه غونډه کې په پاکستان کې د سولې په اړه له څلور اړخيزې ناستې غوښتنه کړې چې افغانان سازش نه، بلکې سوله غواړي.
دغه غونډه د بلخ ولايت د سولې عالي شورا په کمېسيون کې د مرغومي په ۲۱مه ترسره شوه.
په غونډه کې د مدني فعالانو له خوا د ((داعش شيطان دی، ترهګر حيوان دی، موږ سوله غواړو، سازش نه)) شعارونه ورکول کېدل.
په بلخ کې د نهاد مردمي ټولنې مسوول نجيب پيکان د يادې غونډې په اوږدو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانان سولې ته تږي دي او اړتيا ورته لري؛ خو د تېرو څوارلسو کلونو د لاس ته راوړنو په بيه نه.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ ولايت يو شمېر مدني فعالان او د ولايتي شورا ځيني وکيلان په پاکستان کې د سولې د څلور اړخیزې ناستې په تړاو راغونډ شوي او وايي چې د افغانستان لپاره سوله باید د سازش بڼه ونه لري.
د هغه په وينا، د سولې په تړاو ناستو کې بايد د افغانستان اساسي قانون، ملي او ديموکراتيک ارزښتونه مراعات شي.
پيکان زياته کړه: ((د سولې په ناستو کې بايد نېټه ټاکلې وي، د اړخونو غوښتتنې بايد مشخصې وي او د افغانانانو د تېرو څوارلسو کلونو قربانۍ بايد هېرې نه شي.))
نوموړي وويل، بايد څرګنده شي چې د افغانانو په مقابل کې څوک دی او دوی له چا سره سوله کوي.
د خط نو ټولنې مرستيال شکور نجفي زاده چې د يادې غونډې څو ماده یيز پرېکړه ليک يې ولوست وويل چې د سولې روانې هڅې بايد د افغانستان د اساسي قانون د تعديل او د افغانانو د لاس ته راوړنو په بيه نه وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن